CRI Online

د بېلا بېلو قومونو خلک د شينجيانګ له ثبات، سمسورتيا او چټک پرمختګ ګټه اخلي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-28 15:32:22

 

د بېلا بېلو قومونو خلک د شينجيانګ له ثبات، سمسورتيا او چټک پرمختګ ګټه اخلي

ليکواله: د چين غوټۍ

د شينجيانګ په اړه د چين د کمونېست ګوند درېيمه کاري غونډه څو ورځې مخکې د چين په پلازمينه بېجينګ کې تر سره شوه. د بې وزلۍ له منځه وړل او د خلکو د ژوند ښه والی په دغه غونډه کې عمده موضوعات وو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د شينجيانګ په جنوبي برخه کې د خلکو د ژوند ښه والي ته ډېره پاملرنه کړې ده او کوي يې. د شينجيانګ جنوبي برخه يعنې د شينجيانګ د تيان غره په جنوبي لمن کې پرته منطقه ده. پخوا د کاشغر، ختن او قزلسو قرغيز کورواکه سيمې په شمول ځېنو سيمو کې په درېيو کورنيو کې يوه بې وزلې کورنۍ وه، نو ويل کېږي چې په دې سيمه کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو کارونه له زياتو ستونزو سره مخامخ دي.

سږ کال د سپتمبر له اوومې نېټې څخه تر پنځلسمې نېټې پورې مې د بايغولن مغولي کورواکې سيمې، کاشغر سيمې او قزلسو قرغيز کورواکې سيمې په شمول د شينجيانګ د جنوبي برخې له ګڼو ځايونو څخه ليدنې وکړې او هلته مې له استوګنيزو سيمو، علاقه داريو او کليو، فابريکو او په کرنيزو فارمونو کې مرکې وکړې. له نژدې مې ليدلي چې د شينجيانګ د جنوبي برخې په بېلا بېلو ځايونو کې ځايي اوسيدونکي د مرکزي حکومت او ځايي حکومتي ادارې تر لارښوونې لاندې د نويو استوګنځايونو د ابادۍ، د توليدي او کرنيزو چارو د ابادۍ په شمول له ډول ډول لارو چارو د بې وزلۍ له حالت وتلي او ژوند يې شتمن او ښه شوی دی چې د هر کس په مخ او شونډو باندې مسکا ليدل کېږي.

عکس: د ناکو په فارم کې اکرام ابليميت له پلار او مور سره د عکس اخيستولو پر مهال

ځوان اکرام ابليميت له خپل پلار، مور او دوو خويندو سره يو ځای د شينجيانګ د کورلا ښار د اوات علاقه دارۍ د اوشاکتراک په کلي کې ژوند کوي. د اکرام ابليميت کورنۍ د دوو هېکتارو په پراخوالي فارم کې د کورلا ځانګړي ناک کرلي . تېر کال د ناکو د پلورلو او د سيلانيزو چارو د پرمختګ په رڼا کې د دوی د کورنۍ کلنۍ ګټې دوه لکو يوانو يعنې دوه ميليونو افغانيو ته رسېدلي.

د معلوماتو له مخې، په اوات علاقه دارۍ کې د ناکو د کرلو مساحت کابو ۵۷۰۰ هېکتارو ته او د ناکو کلنۍ توليدي اندازه ۱۰۵ زرو ټنو ته رسېدلې. په ۲۰۱۹م کال کې په دغه علاقه دارۍ کې د ناکو ارزښت ۳۳۰ ميليونو يوانو يعنې ۳ ميليارډو او ۳۰۰ ميليونو افغانيو ته رسېدلی دی.

عکس: بزګر خيرالله حسن په توده خونه کې د سره بانجانو بوټو د روزنې پر مهال

د خيرالله حسن کورنۍ چې ۵ غړي لري، په ۲۰۱۸م کال کې له اژملي کلي څخه د اتوش ښار د اغو علاقه دارۍ د نيکمرغه کور په نوم استوګنځای کې کور ته انتقال شوی. پخوا د دوی کورنۍ صفر اعشاريه دوه هېکتاره کرونده درلوده. څرنګه چې د اقليم او خاورو شرايط سخت او مناسب نه وو، نو حاصلات او ګټې يې لږې وې چې هر کال يوازې څو زره يوانه وو. نوي کور ته له انتقال وروسته ځايي حکومت د دوی د ژوند د ښه والي لپاره په وړيا توګه دوی ته دوه تودې خونې په واک کې ورکړې او د کرنيزو چارو په اړه يې لارښوونې او معلومات هم ورزده کړي دي. اوس د خيرالله حسن کورنۍ په دوو تودو خونو کې د سره بانجانونو او مرچکو په روزلو سره هر کال څه باندې ۴۰ زره يوانه يعنې ۴ لکه افغانۍ ګټې تر لاسه کولی شي. بر سېره پردې، هغه په فارغ وخت کې د نجارۍ کار له لارې څه باندې ۳۰ زره يوان يعنې ۳ لکه افغانۍ ګټولی شي. ژوند يې له بې وزلۍ څخه وتلی او ورځ په ورځ ښه شوی دی.

د اغو علاقه دارۍ د نيکمرغه کور په نوم د استوګنې په سيمه کې د خيرالله حسن د کورنۍ په شان ۱۰۷ کورنۍ اوسيېږي. ځايي حکومت د دوی لپاره ۳۴۵ تودې خونې جوړې کړي او ځايي بزګرانو ته يې د سبزيو او ميوو د کرلو طريقې هم برابرې کړې دي.

عکس: د کاشغر سيمې د کومکسار په علاقه دارۍ کې بزګران د انځورګرۍ پر مهال

د کاشغر سيمې د کومکسار په علاقه دارۍ کې کابو ۳۰۰ بزګران د انځورګرۍ په برخه کې لوی مهارت لري. دوی هر کال څه باندې ۵۰۰۰ انځورونه جوړولی شي. ځايي بزګرانو له ۱۹مې پيړۍ څخه د انځورګرۍ هنر ته مخه کړې او د تيرې پيړۍ له منځنۍ څخه دغه چارې ګام په ګام غوړېدلې دي. په تېرو څو کلونو کې ځايي حکومت د بزګرانو د انځورونو پر اساس سيلانۍ چارې نورې پياوړې کړي، لا زيات سيلانيان د دې سيمې سيل کوي او په دې اساس ځايي بزګرانو ښه عايدات تر لاسه کولی شي او ژوند يې ورځ په ورځ ښه شوی دی.

د شمېرنې له مخې، له ۲۰۱۴م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې، په شينجيانګ کې د کورنيو توليداتو عمومي اندازې د منځني کلني زياتوالي انډول په سلو کې اووه اعشاريه دوه و چې دغه انډول د چين له منځني انډول څخه لوړ و. په شینجيانګ کې د بې وزلۍ د رامنځته کېدو انډول له نولس اعشاريه څلور سلنې څخه يو اعشاريه څلورويشت سلنې ته ټيټ شوی دی. د اټکل له مخې به د ۲۰۲۰م کال تر پايه پورې په شينجيانګ کې ټول اوسيدونکي له بې وزلۍ څخه ووځي. دغه راز، په تېرو شپږو کلونو کې د چين د ماليې مرکزي څانګې د شينجيانګ د پرمختګ لپاره څه باندې ۲۰۰۰ ميليارډو يوانه پانګونه کړې ده.

د سږ کال د اکتوبر لومړۍ نېټه به د شینجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د جوړېدو له ۶۵مې کاليزې سره برابره وي. په تېرو ۶۵ کلونو کې شينجيانګ د ټولنې، اقتصاد او ښوونې په شمول بېلا بېلو ساحو کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. ما له شينجيانګ څخه د خپلې ليدنې په ترڅ کې احساس کړې ده چې د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو خلک له ټولو چينايانو سره يو ځای د خپلو کوښښونو له لارې د ټولنې ثبات، د اقتصاد سمسورتيا او د ژوند ښه والی تر سره کړی دی. د هر کس په څېره کې او پر مخونو باندې لا د رښانه راتلونکې او خوږه مسکا له ورايه ليدل کېږي. دا د شينجيانګ د پرمختګ ډېرې ښې نښې نښانې او شواهد دي!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای