CRI Online

پر چيني تصديو د امريکايي سياستوالو بنديزونه نامناسب دي او له قانون څخه سرغړونه ده

cri     (GMT+08:00) 2020-09-29 11:09:38

د ختيځې امريکا پر وخت د سپتمبر د ۲۷مې نېټې په شپه د امريکا د سوداګرۍ وزارت لخوا د دغه هېواد د اپېلکېشن له ټولو بازارونو څخه د ټيک ټاک د ايستلو وخت څخه 4 ساعته دمخه ، د واشنګټن د فدرالي محکمې قاضي کارل جي نيکولس د ټيک ټاک د راتلونکي بنديز د ځنډولو په اړه حکم وکړ ، خودا مقررات لاهم شته چې د امريکا د انټرنېټي خدماتو چمتو کوونکي به د نومبر له ۱۲مې نېټې څخه د ټيک ټاک لپاره خدمات چمتو کولو څخه منع کړي. دا يوځل بيا څرګندوي چې پر اړوندو چيني ټېکنالوژيکو شرکتونو د امريکا حکومت بريدونه هېڅ قانوني اساس نه لري ، د دغه هېواد ناوړه بې مورده ځورونه او ګټ ګټ د غلا عمل دی چې د عامو خلکو د نارضايتۍ راپورته کېدلو سبب ګرځي.

لکه څنګه چې ډېروڅېړونکو اشاره کړې ، د امريکا حکومت ادعا کوي چې ټيک ټاک د کاروونکو له معلوماتو څخه ناوړه استفاده کړې،خو حتی د امريکا مرکزي استخباراتي ادارې ويلي چې په اړه هېڅ ثبوت نه لري چې د چين حکومت له ټيک ټاک څخه د کاروونکو معلومات ترلاسه کړي. په دې اړه ، د امريکا د رسنيو مشر باري ډيلر په خپلو خبرو کې وويل چې د ټيک ټاک په اړه د امريکايي حکومت عمل د هرې کچې له مخې په بشپړ ډول غير منطقي دي ، اوس دا مسئله د خندا وړ په يوه لوبه بدله شوې چې دا په بشپړه توګه يوه سياسي تېروتنه ده.

د NetChoice سازمان په دې وروستيو ورځو کې د امازون(Amazon) ، ګوګل(Google) او نورو انټرنېټي شرکتونو په استازيتوب د محکمې په يوه اعلاميه کې ويلي چې "د امريکا په تاريخ کې ، په هراړخيزه توګه پر يوې رسنۍ د بنديز لپاره هېڅ ډول داسې مثال او بېلګه شتون نه لري.برسېره پر دې ، په امريکا کې د ټيک ټاک ورځني فعال کاروونکو شمېر له ۵۰ ميليونو تنو څخه زيات دی او مياشتني فعال کارووکي يې سلو ميليونو تنو ته رسېږي. په ښکاره ډول ، امريکا د ملي امنيت په پلمه پر چينيي شرکتونو بنديزونه لګولي دي، د امريکا دغې کړنې له عامه افکارو څخه انحراف کوي او غير مشهورې دي.

تاريخ موږ ته وايي چې هېڅ څوک نشي کولی د اوږدې مودې لپاره ټېکنالوژۍ باندې غلبه تر لاسه کړي.د جرمني بانک په دې وروستيو ورځو کې په يو راپور کې ليکلي چې د تېرې پيړۍ له ۷ لسيزې راهيسې ، د چين او امريکا د دوو نړيوالو ټېکنالوژيکو سيستمونو ترمنځ د ادغام کچه بې ساري ده او دا به ډېره دردناکه او ګرانه وي چې دوی دې ته اړ ايستل شي. په ښکاره ډول ، د امريکا هڅه چې په ټېکنالوژيکي تسلط کې دخيله وي، له تاريخي قانون څخه سرغړونه ده او د تاريخ قضاوت له مخې به مجازات شي.

د اوږدې مودې له لحاظه، پر چيني شرکتونو د امريکايي حکومت فشار به نه يوازې د بازار نظم ګډوډ کړي ، بلکې د نړيوال ټېکنالوژيک پرمختګ مخه به ونيسي.

د NetChoice سازمان خبرداری ورکړی چې د امريکا حکومت د بنديز حکم ممکن د نورو هېوادونو لپاره نوي دلايل وړاندې کړي ترڅو بهرنيو بازارونو ته د امريکاد ټېکنالوژۍ شرکتونو د ننوتلو مخه ونيسي. که دا هڅې او کارونه همداسې پرمخ ولاړ شي، دا به يوازې د سوداګرۍ ساتونکې غوښتنه ګرمه کړي او د نړيوالې اقتصادي بيا رغونې په وړاندې به ډېر خنډونه رامنځته کړي. باري ډيلر زياته کړه چې د ټيک ټاک په اړه د امريکا خبرې د سوداګرۍ ساتونکو لاسي بمونو په څير دي. يوځل چې دا مسئله سياسي شوه ، نو دا به ډېری تجارتي فعاليتونه له خنډ سره مخ کړي.

امريکا بايد پر دې پوه شي چې چين به هېڅکله کوم ګواښ او پټکې ته سر ټيټ نه کړي او د چيني شرکتونو د قانوني حقونو او ګټو د ساتنې لپاره به ټول اړين تدبيرونه ونيسي، د سوداګرۍ ساتونکې غوښتنه او تسلط به خامخا له ناکامۍ سره مخامخ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای