د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په ټوله نړۍ کې د کوويد-۱۹ وبا له امله د مړو شمېر له يو ميليون څخه د اوښتلو په درشل کې، د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د سپتمبر په ۲۸مه نېټه يو ځل بيا له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې د کوويد-۱۹ ضد ګډه مبارزه وکړي او د بريا لپاره يو لاس شي.
نوموړي په همدې ورځ په خپله ويډيويي وينا کې وويل، يو ميليون يوازې يوه شمېره نه ده، بلکې يو ميليون کسانو ژوند ختم شوی. د کوويد-۱۹ وبا خپرېدل لا هم روان دي او له دې امله د رامنځته شوي ګډوډۍ د پای وخت مالوم نه دی. موږ دې له تېروتنو څخه تجربې زده کړو، جعلي مالومات د مرګ سبب کېږي، لارښوونکی ځواک، د ساينس درناوی او همکارۍ د دې وبا د مخنيوي لپاره ډېر مهم او لازم دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |