CRI Online

په افغانستان کې د چين ولسي جمهوريت لوی سفير وانګ يو په دغه هيواد کې د اروپايي ټولنې له نوي لوی سفير ون برانډت سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2020-09-29 17:05:14

په افغانستان کې د چين ولسي جمهوريت لوی سفير وانګ يو په دغه هيواد کې د اروپايي ټولنې له نوي لوی سفير ون برانډت سره وکتل

په افغانستان کې د چين ولسي جمهوريت لوی سفير وانګ يو د سپتمبر په ۲۸مه نېټه په دغه هيواد کې د اروپايي ټولنې له نوي لوی سفير ون برانډت سره کتنه وکړه او د دغه هيواد د سولې او ملي روغې جوړې بهير په هکله يې د نظريو تبادله وکړه.

وانګ يو وويل چين تل د افغانانو تر لارښوونې لاندې خبرو او د حاکميت له اصولو څخه ملاتړ کوي، د افغانانو انتخاب پلوي کوي چې په خپله خوښه د هيواد د پرمختګ لاره وټاکي، د بين الافغاني مذاکراتو د دواړو ښکيلو خواوو هڅونه کوي چې د توپيرونو په حلولو سره ګډ ټکي ولټوي، خپلمنځي باور ټينګ کړي او زغم ساتي تر څو ژر تر ژره د افغانستان د مسئلې د سياسي حلولو اغيزمنه لايحه پيدا شي. چين د افغانستان په مسئله کې هيڅ شخصي ګټې نه لټوي او نه غواړي او هيله لري چې په دغه هېواد کې سوله، پرمختګ او سمسورتيا رامنځته شي. دواړو خواوو هيله وښوده د افغانستان د سولې بهير په هکله همغږۍ پياوړې کړي.

پرانډت د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو ۷۱مې کاليزې په مناسبت مبارکي څرګنده کړه او په وروستيو ورځو کې په افغانستان کې د چين د سفارت لخوا د انلاين غونډې لوړه ارزونه يې وکړه. هغه وويل چې اروپايي ټولنه د بين الافغاني مذاکراتو د ښه تمايل ملاتړ کوي او غواړي چې په دوامداره توګه د افغانستان لپاره مرستې برابرې کړي او د دغه هيواد او د دې سيمې د هيوادونو تر منځ د تګ راتګ هڅونه وکړي تر څو په دغه هيواد کې د سولې او ملي روغې جوړې پروسې لپاره ښه زمينه او چاپيريال جوړ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای