CRI Online

د افغانستان په دايکندي ولايت کې د لارې تر څنګ يوې بمي چاودنې۱۴ تنه ووژل

cri     (GMT+08:00) 2020-09-30 09:48:33

سين هوا اژانس د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د دغه هېواد په دايکندي ولايت کې په همدې ورځ د لارې تر څنګ د يوې بمي چاودنې له امله ۱۴ تنه ووژل شول.

د دايکندي ولايت د پوليسو ادارې مشر رسنيو ته وويل، د همدې ورځې د سهار په شاوخوا ۹ بجو يو بس چې پکې ۱۷ تنه عام وګړي سپاره وو، د دغه ولايت په کجران ولسوالۍ کې د لارې تر څنګ ور باندې بمي چاودنه وشوه. 

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې د دغه بريد له امله د ۷ ښځو او ۵ ماشومانو په شمول ۱۴ تنه عام وګړي وژل شوي او ۳ ماشومان ټپيان شوي دي. 

طارق آرين د دې پېښې مسؤليت پر طالبانو ورواچاوه، خو طالبانو لا تر اوسه دې ته هېڅ ځواب نه دی ورکړی. 

( سپوږمۍ) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای