CRI Online

د پاکستان په شمال لويديځ کې دوو چاودنو ۹ تنه ووژل

cri     (GMT+08:00) 2020-09-30 09:50:48

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان په شمال لويديځ خيبر پښتونخوا کې د سپتمبر په ۲۹مه نېټه دوه چاودنې وشوې چې له امله يې تر اوسه ۹ تنه ووژل او ۱۶ تنه نور ټپيان شول.

ځايي پوليسو رسنيو ته څرګنده کړه، د خيبر پښتونخوا ايالت د مالدان سيمې په يو بازار کې د ۲۹مې نېټې په شپه يوه چاودنه وشوه چې له دې امله ۴ تنه وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان دي. 

د پاکستاني رسنيو د يو بل خبر له مخې، د دغه ايالت په نوښار سيمه کې په همدې ورځ د هاوان ګولۍ چاودنه هم وشوه چې له امله يې ۵ تنه ووژل او يو تن نور ټپي شو.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای