CRI Online

له چين سره د اړيکو پرې کول د امريکايي سياستوالو يوه بې منطقه ليوانۍ لوبه ده

cri     (GMT+08:00) 2020-09-30 09:52:09

په دې وروستيو ورځو کې د بريتانيا د پولي چارو ټايمز ورځپاڼې خبريال جامس کينګي د يوې ليکنې په خپرولو سره وويل چې امريکا د ساينس او تکنالوژۍ په ساحه کې له چين سره مبارزه کوي، ښايي چې ماتې وخوري. په دغه ليکنه کې ويل شوي چې اوس د امريکا حکومت په وړاندې مسئله دا ده چې په لنډه او اوږده موده کې د چين د ساينس او تکنالوژۍ پر تصديو فشارونه اچول ښايي د امريکا لپاره د ګټې پر ځای زيان ولري.

امريکايي سياستوالو په دې وروستۍ موده کې په غير منطقي توګه د ساينس او تکنالوژۍ په ساحه کې پر چيني تصديو فشارونه اچولي دي. خو د څيړونکو په اند امريکا به له خپلو دغه ډول کړنو څخه هيڅ ګټې تر لاسه نه کړي، يوازې به خپلو ګټو ته زيان ورسوي.

د امريکا حکومت پر نورو هيوادونو فشارونه اچوي، داسې صحنې جوړوي او بهر ته هغسې نښې خپروي چې د دغه هيواد په بازارونو کې سياسي خطرونه پر له پسي د زياتېدو په حال کې دي او دا د پانګونې وخت نه دی. دغه راز د امريکا د حکومت تر فشارونو لاندې په دغه هيواد کې توليدات د سياسي کيدو تمايل لري چې د دغو توليداتو پر نړيوال تجارت به منفي اغيزه وکړي. برسيره پر دې د امريکا دغې کړنې په چين کې د ساينس او تکنالوژۍ د پرمختګ مخنيوی نه شي کولی، خو برعکس په چين کې د علمي نوښتونو ګامونو د پورته کولو د هڅونې سبب به وګرځي.

د واشنګټن پوست يو ليکوال داويډ اګناټيوس په دې وروستيو ورځو کې د يوې ليکنې په خپرولو سره دېته په اشارې سره وويل چې پرانيستې څيړنې په امريکا کې د ساينس او تکنالوژۍ د لا پرمختګ هڅونه کوي. خو په دې چارو کې له نورو هيوادونو سره د اړيکو پرې کول او د نورو هيوادونو پر اړوندو تصديو فشارونه اچول په امريکا کې د علمي کارکوونکو کارونو په وړاندې مشکلات رامنځته کوي. د امريکا حکومت بايد ژر تر ژره دغه ډول کړنې ختمې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای