CRI Online

پرمختيايي هېوادونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د امريکا په شمول پر څو لويديځو هېوادونو نيوکې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2020-09-30 10:01:07

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د م م د بشري حقونو شورا په ۴۵مه غونډه کې د سپتمبر په ۲۸مه نېټه پرمختيايي هېوادونو د بشري حقونو په مسئله کې د امريکا، اروپايي ټولنې، جرمنۍ، فينلنډ، سويدن او ناروی په شمول پر څو لويديځو هېوادونو نيوکې وکړې.

د ونزويلا استازي دې ته اشاره وکړه چې د کرونا وبا پر ضد امريکايي مبارزه ناکامه شوه او دغه هېواد په نړۍ کې د دغې وبا له امله تر ټولو زيات مړه شوي کسان لري. امريکا نه يوازې د خپلو خلکو بشري حقونو ته پام نه دی کړی، بلکې پر نورو هېوادونو يواړخيزه بنديز لګوي او د وبا ضد د نورو هېوادونو په مبارزو کې يې خنډونه اچولي دي. له دې څخه د امريکايي حکومت ديکتاتوري څرګندېږي. 

د ايران او سوريې استازيو څرګنده کړه چې د امريکا په شمول د لويديځو هېوادونو يواړخيزې بنديز لګونې د نورو هېوادونو د خلکو پر بشري حقونو سخت تيری دی. د کيوبا استازي وويل، امريکا په کيوبا کې د رنګين انقلاب (Color Revolution)د جوړولو توطيه لري چې خامخا به ناکامه شي.  

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای