CRI Online

د م م د خوړو او کرنې سازمان د حبوباتو اسراف د مخنيوي غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-09-30 10:05:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د خوړو او کرنې سازمان عمومي مدير چيو دونګ يوو د سپتمبر په ۲۹مه نېټه وويل، د حبوباتو اسراف زموږ د زمانې په وړاندې ستره ننګونه ده، له لو کولو وروسته د حبوباتو د ذخيرې په برخه کې تخيکي نوښتونه، د کرنې او حبوباتو سيستم ديجټالي کېدل او بازار ته د حبوباتو برابرولو لارې بشپړتيا له دغې ننګونې سره د مقاومت لپاره پټ قوت برابروي. د حبوباتو اسراف مخنيوی د ټولو انسانانو ګډه دنده ده، په کورونو کې دې ماشومانو ته د حبوباتو د سپما کولو تعليم ورکړی شي.

د م م د خوړو او کرنې سازمان، د چاپيريال پلان د ادارې او د څو هېوادونو او سيمو استازو په همدې ورځ د حبوباتو اسراف د مخنيوي لومړۍ ورځې د يادونې لپاره ويډيويي غونډه جوړه کړه. (شکريه)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای