CRI Online

په امريکا کې د توکم پالنې مسئله، په دغه هېواد کې د بشري حقونو د نه تامين ښودنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-01 10:48:59

د م م د بشري حقونو شورا په پنځه څلويښتمه غونډه کې چې اوس د سويس په جنيوا کې روانه ده، په امريکا کې د کوويد-۱۹وبا د وقايې او کنټرول  له بهير سره هممهاله  پر بشري حقونو د تېري  او  توکم پالنې موضوع لا ډېره څرګنده شوې او دې کار د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ګډونوال اندېښمن کړي.

د ډېرو هېوادونو استازو دې غونډې ته په خپلو ويناوو کې له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې حقيقت ته بايد درناوی وکړي، له دوه ګوني معيار څخه دې لاس واخلي او  د بشري حقونو په ساتنه کې دې خپلو نيمګړتياوو ته پاملرنه وکړي.

د امريکا  حکومت په خپل هېواد کې د کورونا وبا پر وړاندې په روانه مبارزه کې ناکام شوی او له دې مسئوليت څخه ځان نه شي خلاصولای. تراوسه پورې په دغه هېواد کې تر اوو ميليونو او سلو زرو ډېر کسان پر کوويد -۱۹ويروس اخته شوي او له دې امله له دوو لکو زياتو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، برسيره پردې د توکم پالنې وضعيت لاپسې خراب شوی دی. له اوږدې مودې راهيسې د سپينې ماڼۍ سياستوال د خپلو سياسي ګټو لپاره سپين پوستي تر ټولو لوړ ګڼي او دا مفکوره يې خپره کړې ده،  دوی همدارنګه د مهاجرينو چارو په اړه کلک دريځ غوره کړی او نژادي مسئله يې د سياسي بريدونو د وسيلې په توګه کارولې چې په پايله کې د دغه هېواد په ټولنه کې د نژاد پرستي څپه پورته شوې ده.

په امريکا کې توکم پالنه د ټوليزو ناندريو د زياتېدو سبب شوې، خو له دې سره سره بيا هم امريکايي سياستوال خپل هېواد د بشري حقونو ساتونکی بولي،  پر نورو هېوادونو لفظي بريدونه کوي او  له دې لارې پر نورو د مسئوليت اچول او د خپلو سياسي ګټو ترلاسه کول  غواړي، دوی اپلتې وايي او پر دغو اپلتو به يوازې لېوانيان باور کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای