CRI Online

شي جين پينګ د بيولوژيکي تنوع په اړه د م م په سرمشريزه غونډه کې مهمه ويډيويي وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-10-01 14:40:45

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۳۰مه نېټه د بيولوژيکي تنوع په اړه د م م په سرمشريزه غونډه کې يوه مهمه ويډيويي وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې پر ايکولوژيکي تمدن ، څو اړخيزم او شنه پرمختګ ټينګار وکړي او د مسؤليت احساس دې پياوړی کړي. رئيس شي جين پينګ زياته کړه چې چين د انسانو او طبيعت د همغږي ژوند د عصري کېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د مفکورې ملاتړ کوي او د ژوند د تنوع ساتنې او نړيوال چاپيريال د حکومتدارۍ لپاره به خدمتونه برابر کړي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل چې د م م د جوړېدو د ۷۵مې کليزې پر مهال بېلا بېل هېوادونه د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې مبارزه کوي او د لوړ کيفيت اقتصادي رغونې هڅولو ته ژمن دي .په ياده سرمشريزه غونډه کې د ژويو تنوع ساتنې او دواملرونکي پرمختګ د هڅولو په اړه بحثونه وشول چې ستر او ژور اهميت لري.رئيس شي جين پينګ په دغې غونډې کې ۴ وړانديزونه وکړل:

اوس په نړۍ کې د بيولوژيکي نوعيتونو د ورکېدو سرعت ګړندۍ دی او د ژويو تنوع له لاسه ورکول او د ايکولوژيکي سيستمونو خرابېدل د انسانانو ژوند او پرمختګ ته ستر خطرونه رسولي دي. موږ بايد د ټولو شيانو د همغږۍ او ښکلي کور د جوړولو لپاره ګډ کار وکړو. زه وړانديز کوم: لومړی ، موږ دې پر ايکولوژيک تمدن ټينګار وکړو او د ښکلې نړۍ د ابادۍ لپاره دې خوځنده ځواک پياوړی کړو. دوهم ، پر څو اړخيزم دې ټينګار وکړو او د نړيوال چاپيريال په اړه دې د حکومتدارۍ توان دې پياوړی کړو. درېيم ، شين پرمختګ دې وساتو او له وبا وروسته د لوړ کيفيت اقتصادي رغونې خوځنده ځواک دې وروزو. څلورم، موږ دې د خپل مسؤليت احساس پياوړی کړو او د چاپيريال ننګونو ته دې د ځواب ويلو لپاره خپله وړتيا لوړه کړو.

شي جين پينګ زياته کړه چې د ژويو تنوع د انسانانو د ژوند او پرمختګ لپاره مهم بنسټ دی. ايکولوژيکه سوکالي د مدني سوکالۍ لامل کېږي. موږ بايد د طبيعيت ساتنې تر څنګ د پرمختګ د فرصتونو په لټه کې واوسېږو او د چاپيريال ساتنې او لوړ کيفيت اقتصادي پرمختګ لپاره دې ګډې ګټې ومومو.

په نړۍ کې د چاپيريال د خطرونو پر وړاندې ټول هېوادونه د ګډ برخليک ګډه ټولنه لري. موږ بايدد م م په مرکزيت د نړيوال سيستم دفاع وکړو ، د نړيوالو قواعدو وقار او واک دې وساتو او د نړيوال چاپيريال په چارو کې د حکومتدارۍ سويې ته دې وده ورکړو.

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ: چين به د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې پر مفکورې ټينګار وکړي ، د اقليمي بدلون په اړه د پاريس تړون کې د ټاکل شويو موخو د پوره کېدو لپاره به لاپراخې هڅې او خدمتونه وکړي.

چين به په راتلونکي کال کې د يونان ولايت په کون مينګ ښار کې د بيولوژيکي تنوع تړون د جوړوونکو پنځلسمه غونډه جوړه کړي. رئيس شي جين پينګ د خپلې وينا په پای کې ټولو خواو ته بلنه ورکړه.

زه ستاسو هرکلی کوم چې د راتلونکي کال په پسرلی کې کون مينګ ښار ته راشئ.هلته به د نړۍ د ژويو تنوع ساتنې د پلانونو په اړه بحثونه وکړو او په ګډه به يو ښکلې نړۍ اباده کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای