CRI Online

د ملي جشن په رخصتيو کې د شي جين پينګ مېلمانه

cri     (GMT+08:00) 2020-10-02 10:09:55

دوی ټول عام وګړي دي، خو د چين د ولسي جمهوريت د ملي جشن په رارسېدو سره يې په بېجينګ کې د لمانځنې په اړوندو فعاليتونو کې د ګډون لپاره د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ بلنې تر لاسه کړې. تر شا څه کيسې دي؟

( لومړی اواز)

د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر د ۳۰مې نېټې د مازديګر په ۴ بجو او ۴۵ دقيقو د چين د ښځينه واليبال ملي ټيم غړي او روزونکي د چين د خلکو تالار فو جيان خونې ته ننوتل. شي جين پينګ له ټولو سره په لاس روغبړ وکړ او خبرې يې وکړې.

له دې نه يوه ورځ وړاندې د ښځينه واليبال نړيوال جام سيالۍ(World Cup) تازه د جاپان په اوساکا ښار کې پای ته ورسېدې. د چين د ښځينه واليبال ټيم د مسلسلو ۱۱ دورو لپاره په دغو سياليو کې لومړی ځای نيولی دی. دا د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کليزې لپاره يو قيمتي سوغات دی. د شي جين پينګ په ځانګړې بلنې سره د چين د ښځينه واليبال د ملي ټيم غړي او روزونکي بېجينګ ته راغلي دي.

شي جين پينګ د چين د ښځينه واليبال ملي ټيم د تاريخي لاسته راوړنو يادونه وکړه او د دوی زياتې ستاينې یې وکړې. په چين کې دغه ملي ټيم د بې شمېره چينايانو ډېر خوښېږي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغه ټيم غړو او روزونکو ته وويل، نه يوازې دا چې تاسو په بېلا بېلو نړيوالو سياليو کې لومړی ځای نيولی، بلکې دا چې تاسو د سياليو په ډګرونو کې د وطن دوستۍ، ډله ييزې همکارۍ او نه ستومانه کېدونکو کوښښونو عالي روحيه څرګنده کړې وه.

شي جين پينګ په ۲۰۱۶ کال کې د اولمپيک د ۳۱مې دورې په دوبنيو لوبو کې د چين له سپورټي پلاوي سره د کتنې په وخت کې د ښځينه واليبال ټيم په اړه داسې ويلي:

( دوهم اواز)

په ټول عمر کې څومره فرصتونه دي چې موږ دې نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړو؟ دغه ډول عالي روحيه آن زموږ په دغه زمانه کې يوه ښه نمونه ده. موږ چې غواړو ۲ سل کلنې موخې پوره کړو او د چيني ملت بيا سمسورتيا تر سره کړو، دغه ډول روحيې ته اړتيا لرو.

د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر په ۳۰مه نېټه د چين د سه چوان ولايت هوايي شرکت د الوتکې کېپتن ليو چوان جيان او عمله يې د شي جين پينګ په بلنې سره د خلکو تالار ته هم راغلل او د دغه کال د ملي جشن په مېلمستيا کې يې ګډون وکړ.

( درېيم اواز)

دغې ارامې خبرې زړه لړزېدونکی وخت ريکارډ کوي. د ۲۰۱۸ کال د مې په ۱۴مه نېټه د سه چوان هوايي شرکت د 3U8633 نمبر الوتکه د چين له چونګ چينګ نه لاسا ښار ته د الوتنې په ترڅ کې د پيلوتانو خونې ښي لاس کړکۍ په ناڅاپه توګه ماته شوه. د کېپتن ليو چوان جيان په زړه ورتوب او ارامۍ سره دغه الوتکه په بریالي ډول ځمکې ته کښته شوه او ټول ۱۱۹ مسافرين په امن سره ژوندې پاتي شوي دي. دغه پېښه د ملکي الوتنې په تاريخ کې يوه عجيبه بلل کېږي.

شي جين پينګ د کېپتن ليو چوان جيان او عملې يې لوړه ارزونه وکړه او څرګنده يې کړه:

( څلورم اواز)

دا يوه بې سارې او خورا خطرناکه پېښه ده او د دغې پېښې حل و فصل هم يوه عيجبه ده چې ترې د اتلانو په شان ستاسې عالي روحيه څرګندېږي. دغه پېښه د ټولو وطنوالو د ستاينې او قدردانۍ وړ ګرځېدلې ده. تاسو اتلان ياست.

برسېره پر دې، د ۲۰۱۵ کال د ملي جشن په درشل کې د چين له داخلي مغولستان، ګوانګ شي، شي ځانګ، نينګ شيا او شينجيانګ څخه راغلي ۱۳ تنو استازيو د شي جين پينګ په بلنې سره د ملي جشن په مېلمستيا کې هم ګډون کړی دی. شي جين پينګ له دوی سره د کتنې په وخت کې دې ته اشاره وکړه چې ۵۶ قومونه ټول د چيني ملت د لويې کورنۍ غړي دي چې په تا کې زه او په ما کې ته شتون لري او يو له بل سره ګډ برخليک شريکوي. د چيني ملت د بيا سمسورتيا په اړه ستره موخه د مختلفو قومونو ګډه هيله ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای