CRI Online

چين په نړۍ کې د جنسي برابرۍ د هڅولو په اړه وړانديز وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-10-02 17:38:30

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په لومړۍ نېټه په بېجينګ کې د ښځو نړيوالې غونډې د تر سره کېدو د ۲۵مې کليزې د يادونې په مناسبت د ملګرو ملتونو د لوړې کچې غونډه کې يوه وېډيويي وينا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې ښځينه کارکوونکي وستايل چې د کورونا وبا پر وړاندې يې په روانه مبارزه کې په زړورتيا سره نه ستومانه کېدونکې هلې ځلې کړې دي. شي جين پينګ همدارنګه په نړۍ کې د ښځو چارو د پرمختګ په اړه څلور فقره ييز وړانديز کړی او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره له دغو چارو څخه د ملاتړ په اړه د چين تفصلي اقدامات بيان کړي دي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې د کورونا وبا پر وړاندې د مبارزې او پخواني حالت ته د اقتصادي او ټولنيزې ودې د ګرځېدو په بهير کې دې د ښځو ځانګړو اړتياوو ته زياته پاملرنه وشي. نوموړي وړانديز وکړ چې له ښځو سره دې د کورونا وبا د اغېزو د لرې کولو په برخه کې مرسته وشي، د جنسي برابرۍ د هڅولو لپاره دې اغېزمن کارونه وشي، ښځو ته دې د پرمختګ زمينه برابره شي او د ښځو په چارو کې دې نړيوالې همکارۍ پياوړې شي.

په چين کې په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو چارو د پام وړ لاسه راوړنې لرلې دي او ددې کار يو مهم لامل دادی چې د جنسي برابرۍ هڅول د دغه هېواد د اساسي قانون او اساسي پاليسيو برخه ده. د م م د ښځو د څلورمې نړیوالې غونډې سرمنشي، ګيتروډ مونګيلا پدې اړه وويل چې د شي جين پينګ له وړانديز څخه ښکاري چې د چين حکومت د ښځو چارو ته ډېره پاملرنه کوي.

په چين کې د ښځو شمېر د نړۍ د ښځو په عمومي شمېر کې يوه پر پنځمه برخه نيسي او د چيني ښځو پرمختګ د نړۍ د ښځو چارو لپاره خدمت هم بلل کيږي. په تېرو لسګونو کلونو کې په چين کې د ښځو د حقونو د ساتلو په موخه تر ۱۰۰ ډېر قوانين او قواعد جوړ شوي او دغه هېواد د روغتيا نړيوال سازمان لخوا د نړۍ د لسو ټاپ هېوادونو په ليست کې شامل شوي چې د ښځو او ماشومانو د روغتيا په ساتلو کې يې اغېزمن اقدامات عملي کړي او ښې اغېزې يې درلودلې دي. اوس په چین کې د اجباري ښوونې حق ته د لاس رسي په برخه کې د هلکانو او نجونو ترمنځ توپير عموماً لرې شوی، د چين په ټولنه کې په ټولو کارکوونکو کې د ښځينه کارکوونکو انډول تر ۴۰٪ ډېر دی، په تېره بيا د انټرنېټ په چارو کې تر ۵۰٪ ډېر کارکوونکي ښځې دي. د کورونا وبا پر وړاندې د روانې مبارزې په لومړۍ کرښه کې د ښځينه طبي کارکوونکو شمېر لکونو ته رسېدلی دی. برسيره پردې هو بۍ ولايت ته چې کورنا وبا لومړی پکې ثبته شوې، د چين له بېلابېلو ځايونو څخه په ټولو ليږل شوو ۴۰ زرو طبي کارکوونکو کې ۶۰٪ تنه ښځې دي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د نړۍ د ښځو چارو له پرمختګ څخه د ملاتړ په موخه د چين اقدامات بيان کړل. د بېلګې په توګه چين به يوځل بيا د م م د ښځو چارو کميشنرۍ ته ۱۰ ميليونه ډالره ورکړي او په مداومه توګه به د چين او يونيسکو د ښځينه ماشومانو او ښځو د تعليم جايزې ته دوام ورکړي. نوموړي همدارنګه وړانديز وکړ چې له پنځو کلونو وروسته دې د ښځو نړيواله سرمشريزه غونډه ترسره شي.

د م م سرمنشي انټونيو ګوتريس دغې غونډې ته په وينا کې خبرداری ورکړ چې که موږ همدااوس اقدام ونه کړو، نو د جنسي برابرۍ په هڅولو کې ښايي زموږ ترلاسه شوی کوچنی پرمختګ د کورونا وبا له امله خوندي پاتې نه شي. اوسمهال نړيواله ټولنه تر هر بل وخت ګډې همکارۍ ته اړتيا لري، موږ بايد يو موټي شوو، په ګډې همکارۍ سره دې ننګونې لرې کړو او د يوې داسې نړۍ او ټولنې د جوړولو لپاره دې هڅې وکړو چې د ښځو پروړاندې تبعيض نه وي او ټولشموله پرمختګ ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای