CRI Online

د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ ټاکنيز فعاليتونه به انلاين تر سره شي او يا به وځنډيږي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-03 12:55:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ انتخاباتي ډلې د اکتوبر په دوهمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، ځکه د کوويډ-۱۹ ويروس په معاينې کې د ټرمپ نتيجه مثبته راغلې، د ده ټول انتخابي فعاليتونه به په انټرنيټ ترسره شي او يا به وځنډيږي.

د ټرمپ د انتخاباتي ډلې منيجر بيل سټيپين په دغه اعلاميه کې ويلي چې هغه ټول اعلان شوي فعاليتونه چې ټرمپ به پکې ګډون وکړي، په انلاين فعاليتونو به بدل شي او يا به هم وځنډيږي، هغه فعاليتونه به هم ودريږي چې د ټرمپ د کورنۍ له غړو سره تړاو لري، نور انتخاباتي فعاليتونه به له مشخص وضعيت سره سم ترتيب شي. د کوويډ-۱۹ ويروس په معاينې کې د ولسمشر مرستيال مايک پينس نتيجه منفي راغلې او هغه پلان لري چې ټاکلي انتخاباتاتي فعاليتونه دوباره پيل کړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکتوبر په دوهمه نېټه په خپله ټويټر پاڼه کې وليکل چې هغه او مېرمن يې ميلانيا ټرمپ د کوويد- ۱۹ ويروس معاينې کړي او نتيجې يې مثبتې راغلې يعنې پر ياد ويروس اخته شوي دي، دوی به سمدلاسه د قرنطين او درملنې چارې پيل کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای