د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان مشر ټيدروس ادهانوم ګيبريسوس د اکتوبر په دوهمه نېټه وويل، چې د نړۍ د بېلا بېلو سيمو تجربي دا ښيي چې ځواکمنه لارښوونه، د خلکو چټک غبرګون او اغېزمن تدبيرونه له کوويډ-۱۹ وبا سره د مبارزې وضعيت د ښه والي لپاره اغېزمن او ګټور دي.
نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې اوس په نړۍ کې هره اوونۍ پر کوويډ-۱۹ ويروس د تازه اخته شويو کسانو شمېر شاو خوا ۲ مليونه تنه دی او تر روانې اوونۍ پورې د دغه ويروس له امله د مړ شويو ناروغانو عمومي شمېر تر يو مليون تنو زيات شوی. اوسمهال له دغه ويروس سره د مبارزې خطرناک وخت دی. د ګډو عملونو نيول د ټولو لپاره د ژر حل وسيله ده. هغه د بېلا بېلو هېوادونو له مشرانو څخه وغوښتل چې د وبا د کنترول لپاره مشخص تدبيرونه ونيسي، د طبي سيستم او اړوندو کارکوونکو خونديتوب تأمين کړي او د ژوند د ژغورلو لپاره هڅې وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |