CRI Online

د م م په غونډو کې د چين دريځونه

cri     (GMT+08:00) 2020-10-03 14:15:04

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۳۰مه او د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ويډيو له لارې د م م د جوړېدو د ۷۵مې کليزې په يو لړ لوړ پوړيو غونډو کې ګډون او مهمې ويناوې يې وکړې. د يادو دوو غونډو موضوعات د ژويو تنوع او د ښځينه چارو پر پرمختګ باندې متمرکز وو.

رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د لومړۍ نېټې په شپه په بېجينګ کې د ښځو په اړه د نړيوالې غونډې د ۲۵مې کليزې د يادونې په مناسبت د م م په عالي رتبه غونډه کې وويل چې کوويد-۱۹ وبا نه يوازې بې سارې ننګونې راوړې دي ، بلکې د راتلونکي ژور انعکاس او راتلونکي حالت لپاره يې فرصتونه هم برابر کړي دي . د نړۍ پرمختګ بايد لا ډېر مساوي ، جامع او دواملرونکي مسير ته ننوځي.

له دې مخکې رئيس شي جين پينګ په درېيو فعاليتونو کې د لا مساوات، جامعيت او دواملرونکي پرمختګ په اړه د چين نظريات بيان کړل.

د بيولوژيکي تنوع په اړه د م م سرمشريزه غونډه د سپتمبر په ۳۰مه نېټه په نيويارک کې د م م په مقر کې تر سره شوه. د شاوخوا ۱۵۰ هېوادونو استازو په دغه سرمشريزه غونډه کې د ژويو تنوع د ساتنې او دواملرونکي پرمختګ د ودې په اړه بحثونه کړي دي. رئيس شي جين پينګ په ياده غونډه کې ۴ وړانديزونه وکړل: لومړی ، موږ دې پر ايکولوژيک تمدن ټينګار وکړو او د ښکلې نړۍ د ابادۍ لپاره دې خوځنده ځواک پياوړی کړو. دوهم ، پر څو اړخيزم دې ټينګار وکړو او د نړيوال چاپيريال په اړه دې د حکومتدارۍ توان پياوړی کړو. درېيم ، شين پرمختګ دې وساتو او له وبا وروسته د لوړ کيفيت اقتصادي رغونې خوځنده ځواک دې وروزو. څلورم، موږ دې د خپل مسؤليت احساس پياوړی کړو او د چاپيريال ننګونو ته دې د ځواب ويلو لپاره خپله وړتيا لوړه کړو.

رئيس شي جين پينګ د بيولوژيکي تنوع په اړه د م م په سرمشريزه غونډه کې بېلا بېلو خواو ته بلنه ورکړه. چين به په راتلونکي کال کې د يونان ولايت په کون مينګ ښار کې د بيولوژيکي تنوع تړون د جوړوونکو پنځلسمه غونډه جوړه کړي او په کې به د نړۍ د ژويو تنوع د حکومتدارۍ لپاره د نوې ستراتيژۍ په اړه بحث وشي. د دې غونډې اصلي موضوع ايکولوژيک تمدن: په کره کې د ژوند د ګډې ټولنې جوړول دي.

رئيس شي جين پينګ وويل، زه ستاسو هرکلی کوم چې د راتلونکي کال په پسرلی کې کون مينګ ښار ته راشئ.

رئيس شي جين پينګ په بېجينګ کې د ښځو په اړه د نړيوالې غونډې د ۲۵مې کليزې د يادونې په مناسبت د م م په عالي رتبه غونډه کې وويل، چين وړانديز کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې يوځل بيا د ښځو په اړه نړيواله سرمشريزه غونډه ترسره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای