د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۲مه نېټه يوه نوې شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۳۴۱۶۱۷۲۱ ته رسېدلی.
د شمېرنې له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د اکتوبر د ۲مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو ۴ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر تر يوې مخکنۍ ورځې ۳۱۵۶۲۸ زيات شوي، چې ۳۴۱۶۱۷۲۱ ته رسېدلي دي. د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۶۳۴۷ زيات شوي، چې ۱۰۱۶۹۸۶ ته رسېدلي دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |