د سینهوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر ۲مه نېټه د عدم تشدد نړيواله ورځ ده. د م م سرمنشي ګوټريس په دې اړه وينا وکړه او يو ځل بيا يې له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې نوې هڅې وکړي څو چې د سږ کال د پای مخکې نړيوال اوربند تر سره شي.
نوموړي وويل، سږ کال د دې ورځې د لمانځنې پر مهال ټولې جنګي ښکېلې خواوې يو ځانګړی مسئولیت لري، يعنې بايد اوربند وکړي او په ګډو هڅو د کوويدـ۱۹ ويروس پر ضد مبارزه وکړي. هغه وويل، د کوويدـ۱۹ ويروس د خپرېدو پر مهال شخړې د هيچا لپاره ګټورې نه دي.
ګوټريس وويل، اوربند د خلکو د لوږې ستونره کمولی او ټيټولی شي او د سولې خبرو لپاره شرايط برابرولی شي. ډېر غړي هېوادونه، مذهبي مشران او ملکي ټولنې د نړيوال اوربند له دې غږ څخه ملاتړ کوي او اوس بايد په لا لويه کچه اوربند وشي او جګړه بايد ودرېږي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |