CRI Online

د چين د پرمختګ نوی جوړښت د نړيوالې اقتصادي رغونې لپاره خوځنده ځواک برابروي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-03 16:22:52

په چين کې د کوويد-۱۹ وبا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې مثبتې پايلې ترلاسه شوې دي. سږکال د چين ملي ورځې او سپوږمۍ اختر د رخصتۍ په موده کې د مصرف په اړه د چينايانو ليوالتيا لوړه ده. د مصرف دوامداره رغونه په مؤثره توګه له چين سره مرسته کوي چې په تدريجي ډول د کورنيو اړتياوو پر بنسټ او د چين او نړيوالې ټولنې سره د ګډو هڅو په موخه د پرمختګ نوی چوکاټ جوړ کړي.

په ۲۰۰۸ کال کې د نړيوال پولي بحران له رامنځته کېدو راهيسې ،نړيوال اقتصاد تل د ژور سمون په موده کې دی. د کوويد-۱۹ وبا اوسنۍ اغېزې او پر نړيوالو صنعتي ځنځيرونو او برابروونکو د يو اړخيزم او سوداګرۍ ساتنې له تاثير سره، د نړۍ اقتصادي بيا رغونې ته لاره پيچلې او ستونزمنه کېدلی شي. په ستونزمن وضعيت کې ، د چين اقتصاد نوې بڼه رامنځته شوې ، په ځانګړي توګه د تېر اګست په مياشت کې ، د چين يو شمېر اقتصادي شمېرې مثبتې شوې چې نړيوال اقتصاد ته يې نوې هيلې رسولې دي.

په حقيقت کې ، په ۲۰۰۸ کال کې د نړيوال پولي بحران له رامنځته کېدو راهيسې ، د چين اقتصاد په کورني اقتصادي دوران بدل شوی دی.دا نوی پرمختيايي حالت په تېرو وختونو کې د اوږدې مودې تمريناتو پر اساس رامنځته شوی او په بشپړ ډول د چين اقتصادي پرمختګ له رجحان سره سمون لري.

دې ته بايد اشاره وشي چې د چين نوی پرمختيايي حالت به نه يوازې په کور دننه دوران ونه لري، بلکې د داخلي او بهرني دوران په اتکا به رامنځته شي چې دا به د چين او نړۍ ترمنځ اقتصادي ارتباط لاټينګ کړي. له يوې خوا ، د چين د کورنيو اړتياوو پراختيا به خامخا نړۍ ته چيني فرصتونه برابر کړي، د نړيوال اقتصاد لپاره د اړتياوو ډېروالي په شمول او د نورو هېوادونو لپاره د بازار لاپراخه فرصتونو او د پانګونې فرصتونه برابرول. له بلې خوا ، د چين د صنعتي سيسټم مؤثره چارې د نړيوالو صنعتي ځنځيرونو د ثابتو کارولو لپاره ګټه لري.

د چين د پرانيستلو دروازه به نه تړل کېږي ، دا به يوازې پراخه او لاپراخه وي،حتی د کوويد-۱۹ وبا او د نړيوال اقتصاد ژور کسر د سختو ننګونو پر وړاندې چين لاهم د اصلاحاتو او ورخلاصون نوي ګامونو پورته کړي.

چين به د پرمختګ نوي جوړښت د ابادولو بهير ګړندی کړي، د بدلونونو پر وړاندې نوی حالت به ومومي څو د چين د اقتصادي ودې لپاره فضا پراخه کړي او د نړيوال اقتصاد په وده کې د هڅونې رول تر سره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای