CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۳۴۴۹۵۱۷۶ ته رسېدلي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-04 10:59:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۳مه نېټه يوه نوې شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۳۴۴۹۵۱۷۶ ته رسېدلی دی.

د روغتیا نړيوال سازمان د شمېرنې له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د ۳مې نېټې تر ۱۵ بجو ۱۲ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر دې ويروس د اخته شويو کسانو شمېر تر يوې مخکنۍ ورځې ۳۲۰۵۲۷ زيات شوی، چې ۳۴۴۹۵۱۷۶ ته رسېدلی دی. د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۸۶۷۹ زيات شوی، چې ۱۰۲۵۷۲۹ ته رسېدلی دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای