CRI Online

د سپينې ماڼۍ ډاکټر: د ترمپ د ناروغۍ نښې ارامې شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-04 11:03:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سپينې ماڼۍ ډاکټر سيانپ کونلي د اکتوبر په ۳مه نېټه وويل، اوس د ولسمشر ډونالډ ترمپ درملنه روانه ده او د ناروغۍ نښې يې ارامې شوې دي.

کونلي په مطبوعاتي غونډه کې وويل، د ۳مې نېټې په سهار د ترمپ حالت ډېر ښه و، په لومړۍ نېټه يې لږ ټوخی او ريزش درلود او ستړی و.اوس د يادې ناروغۍ نښې کمې شوې. هغه وويل، پر کوويدـ۱۹ ويروس له اخته کېدو وروسته لومړۍ يوه اوونۍ، په تېره بيا له ۷ ورځو څخه تر ۱۰ ورځو پورې ډېرې مهمې دي.

اوس طبي ډله د ترمپ حالت ته پاملرنه کوي چې ايا کوويدـ۱۹ ويروس يا اړوند درمل به ورته نورې ناروغۍ يا د ناروغۍ نښې ورسوي که نه. 

(فرشته)    

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای