CRI Online

د افغانستان په ننګرهار ولايت کې د موټر بم بريد ۱۵ تنه وژلي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-04 12:15:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغان حکومت يوه چارواکي د اکتوبر په درېيمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې په همدې ورځ د دغه هېواد په ننګرهار ولايت کې د موټر بم چاودنه شوې چې له امله يې ۱۵ تنه وژل شوي او ۴۲ تنه ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولايت وياند عطالله خوږياڼي د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، چې د همدې ورځې په شاو خوا ۱۲ بجو او ۲۰ دقيقو وسلوالو د غني خېلو ولسوالۍ د ودانۍ په وړاندې په يو موټر کې چاودېدونکي توکو ته چاودنه ورکړه او ورپسې څو تنو وسلوالو ودانۍ ته د ننوتلو هڅې وکړې، خو د افغان ملي پوځ پر وخت ځوابي بريد سره مخامخ شول او ټول بريدګر ووژل شول.

خووياڼي وويل، چې د چاودنې له امله د ۲ ماشومانو په شمول ۱۵ تنه وژل شوي او ۴۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولايت طالبانو ځايي خبري رسنيو ته دا منلې چې دغه پېښه د دوی له خوا تر سره شوې ده.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای