د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د کمېسيون مشرې وان دير لين او د بريتانيا لومړي وزير بوريس جنسون د اکتوبر په درېيمه نېټه تلېفوني خبرې وکړې او پکې يې د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو په اړه د راتلونکو خبرو اترو ارزونه وکړه. دواړو خواوو د تړون د لاسليک مهم ارزښت په اړه موافقه وکړ او غوښتنه يې وکړه چې د څرګنده توپيرونو د ليرې کولو لپاره دې خبرې اترې ژر تر سره شي.
بريتانيا او اروپايي ټولنې په همدې ورځ يوه ګډه اعلاميه خپره کړه. په دې اعلاميه کې راغلي چې وان دير لين او بوريس جنسون دواړه په دې نظر دي چې په ممکن وضعيت کې د يو تړون لاسليک ډېر مهم دی او دا به د دواړو خواوو ترمنځ د راتلونکو ستراتيژيکو اړيکو کلک بنسټ وښيي.
په دې اعلاميه کې ليکل شوي چې په تېرو څو اوونيو کې د بريتانيا او اروپايي ټولنې ترمنځ خبرو اترو پرمختګ کړی، خو خپلمنځي څرګند توپيرونه په تيره بيا د ماهيګرۍ، د برابرې سيالۍ چاپيريال او حکومتدارۍ په برخو کې توپيرونه لا هم پر ځای او شتون لري.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |