CRI Online

نوی اقتصاد د چين د پرمختګ لپاره نوي فرصتونه برابروي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-04 16:23:28

د چين د انټرنېټي معلوماتو مرکز (CNNIC) لخوا خپور شوي تازه راپور سره سم ، د جون تر پايه پورې ، په چين کې له ۴ لکو څخه ډېر د 5G بېس سټيشنونه جوړ او پرانيستل شوي. د اټکل له مخې،د روان کال تر پايه پورې به دغه شمېر له ۶ لکو څخه زيات شي.

دغه نوی بېس سټيشنونه د مخابراتو ، برېښنا ، ترانسپورټ او ډيجيټل په شمول د ټولنې او د خلکو ژوند له مهمو صنعتي چارو سره تړاو لري. د نويو بېس سټيشنونو پرمختګ د معلوماتي او ځيرکۍ په زمانه کې د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره ټينګ بنسټ ايښی دی او د اوږدې مودې هدف يې د ډېرو صنعتونو ډيجيټلي بدلون،د ځيرکۍ پرمختګ او د نوښتونو ترلاسه کول دي څو د چين اقتصاد د لوړ کيفيت پرمختګ لپاره لا نور خوځنده ځواک برابر کړي.

اوس د چين اقتصاد د ښه پرمختګ په حال کې دی ، خو دا د جوړښت او اداراتي مسئلو لخوا د رامنځته شويو ستونزو او ننګونو سره هم مخ دی. په عين وخت کې ، د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې بهرنی چاپيريال پيچلی او بدلون مومي، د بېلګې په توګه،د سوداګرۍ ساتنه ، د يو اړخيزم زياتوالی او د نړۍ اقتصادي بحران. د چين د اقتصاد لپاره ، د نوي پرمختګ ټکي او خوځنده ځواک لټول يوه بيړنۍ دنده او د پرمختګ کلي ده.

ليدل کېږي چې د ډيجيټلي اقتصاد په محور د نوي ډول اقتصاد د وبا په موده کې قوي استقامت او قوت ښودلی دی. د ډيجيټلي ټېکنالوژۍ لکه د انټرنېټ په مرسته ، د انلاين سوداګرۍ مختلفو ډولونو ګړندۍ وده کړې ده. د ژوند په ټولو برخو کې د مخابراتي بنسټيزو تاسيساتو اړتياوې په پرله پسې ډول زياتې شوې او له ډيجيټلي ټېکنالوژۍ سره يوځای کول لا ژور کېږي. دا وړاندوينه کېږي چې دا رجحان به تر وبا وروسته دوره کې هم دوام وکړي ، چين فشار راوړي ترڅو په هراړخيزه ډيجيټلي اقتصادي دوره کې خپله ننوتنه ګړندۍ کړي او د اقتصادي پرمختګ لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.

لومړی ، د نوي اقتصاد پراخه پرمختګ به د پانګونې ډېر فرصتونه راوړي. په عين وخت کې ، د نوي اقتصاد پرمختګ به د نويو صنعتونو او د سوداګرۍ نويو ماډلونو رامنځته کېدنه ګړندۍ کړي او د اقتصاد د ښکته فشار پر ضد به ثبات کوونکی وګرځي.

۲۰۲۰ کال د چين د ۱۳م پنځه کلن پلان د پلي کېدو له وروستي کال سره برابر دی. په راتلونکو ۵ کلونو کې به چين د نوي پرمختګ پړاو ته ننوځي او د چين اقتصاد به په پر له پسې توګه د لوړ کيفيت پرمختګ ومومي. د ډيجيټلي اقتصاد په استازيتوب نوی اقتصاد به بې له شکه په مداومه توګه د چين اقتصاد لپاره خوځنده ځواک برابر کړي او په عين وخت کې ، دا به هم د نړيوال صنعتي ځنځير د ترميم لپاره مرسته برابر کړي او د اوسني نړيوال اقتصاد لپاره به لازيات خوځنده ځواک برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای