CRI Online

د روسيې او ارمنستان د بهرنيو چارو وزيرانو تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-10-05 12:42:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سېرګې لاؤروف د اکتوبر په ۴مه نېټه د ارمنستان د بهرنيو چارو وزير ځوهرب مناڅکانيان سره تليفوني خبرې وکړې، چې د ناګورنو قره باغ په سيمه کې د شخړو په اړه يې بحث وکړ.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې، د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د ناګورنو قره باغ په سيمه کې د شخړو په اړه بحث وکړ او و يې غوښتل چې د مسئلو د حل لپاره لارې چارې پيدا کړي. روسيې د شخړو له امله د عامه خلکو د مرګژوبلې د زياتوالي په اړه ډېره اندېښنه او پاملرنه څرګنده کړه. په ياده اعلاميه کې همدارنګه راغلي چې په دغه سيمه کې بايد ژر تر ژره اوربند وشي.

په دې اعلاميه کې يادونه شوې چې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران غواړي د روسيې، امريکا او فرانسې د ولسمشرانو د ګډې اعلاميې له مخې او د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د مينسک ډلې د ګډو رئيسه هېوادونو تر مشرۍ لاندې، له اړوندو خواوو سره مرسته وکړي څو چې د سياسي او ديپلوماسۍ له لارې د دې سيمې مسئله حل کړي.

(فرشته) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای