د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا جانز هاپکينز پوهتون د اکتوبر په ۴مه نېټه تازه شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې د ختيځې امريکا پر وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر څلورو بجو او درويشتو دقيقو په نړۍ کې پر کوويډ-۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو عمومي شمېر ۳۵۰۱۱۳۲۲ تنو ته رسيدلی او د دغه ويروس له امله ۱۰۳۴۸۶۵ تنه مړه شوي دي.
په امريکا کې پر کوويډ-۱۹ ويروس د اخته شوو کسانو شمېر ۷۴۱۲۹۱۱ ته رسېدلی او د مړه شويو کسانو شمېر ۲۰۹۷۴۹ ته رسېدلی دی چې د اخته او مړه شويو کسانو شمېر يې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله زيات دی. په هند، برازيل، روسيه، کلمبيا او پيرو کې پر کوويډ-۱۹ويروس د اخته کسانو شمېر هم ډېر زيات دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |