CRI Online

د پاکستان په شمال لويديځ کې د ترهګرۍ ضد عمليات تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2020-10-05 13:08:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوځ مطبوعاتي ادارې د اکتوبر په ۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د هېواد په شمالي وزيرستان کې يې د ترهګرۍ ضد عمليات تر سره کړي او پکې يې ۲ تنه ترهګر وژلي او يو تن يې ژوندی نيولی دی.

په دغه اعلاميه کې راغلي، چې د پاکستان پوځ له استخباراتي معلوماتو سره سم د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې د ترهګرۍ ضد عمليات تر سره کړي چې ۲ تنه ترهګر يې وژلي او يو تن يې ژوندی نيولی دی. په دې اعلاميه کې د هغو معلوماتو په اړه څه نه دي ويل شوي چې دغه ترهګر د کومې ډلې غړي دي او دغه عمليات څه وخت تر سره شوي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای