د امريکايي ولسمشر دونالډ ټرمپ طبي ډلې د اکتوبر په ۴مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ټرمپ روغتيايي وضعيت د ښه والي په حال کې دی.
د سپينې ماڼۍ ډاکټر سينپ کونلي وويل، د اکتوبر د لومړۍ نېټې له شپې څخه د دوهمې نېټې په سهار د ولسمشر ټرمپ د ناروغۍ نښې سختې شوې چې د تبې او ټيټ اکسيجن نښې پکې رامنځته شوې او په وينه کې د اکسيجن اندازه يې له ۹۴ سلنې څخه ټيټه شوې وه، نو نوموړی په دوهمه نېټه د والټر ريډ طبي مرکز ته وليږدول شو او هلته يې درملنه وشوه.
کونلي د دې خبر پخلی وکړ چې ولسمشر ټرمپ د اکتوبر په درېيمه نېټه په وينه کې د اکسيجن اندازې د ټيټوالي نښه يو ځل بيا رامنځته شوه.
ډونالډ ټرمپ د اکتوبر د درېيمې نېټې په شپه په ټولنيزه شبکه کې يوه ۴ دقيقه ويډيو خپره کړه او پکې يې د خپل ښه والي احساس څرګند کړ.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |