CRI Online

هغه اتلان چې د شي جين پينګ له خوا ستايل شوي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-05 15:19:49

اتلان د يوه ملت ځلانده ستوري ګڼل کيږي.د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو په يو اويا کلن پرمختيايي بهير کې ډېر داسې کسان شته چې د چين اتلان بلل کيږي،د هېواد د پياوړتيا او د چيني ملت د سمسورتيا لپاره يې ډېرې هڅې او زيارونه ايستلي دي.د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس له جوړېدو راهيسې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ څو څو ځلې دغسې اتلان ستايلي او هيله يې ښولې ده چې خلک دغه اتلان ياد کړي چې د چيني ملت او چيني خلکو لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي.نننۍ تبصره به د دغو اتلانو په وياړ او احترام سره وړاندې شي.

زما نوم جونګ نان شان دی او د سږی او تنفسي ناروغيو د څانګې ډاکتر يم.

په ۲۰۲۰ کال کې د کوويد۱۹ وبا له امله جونګ نان شان بيا د خلکو له خوا ياد شوی چې ۱۷ کاله دمخه يې د سارس (SARS) ناروغۍ سره په مبارزه کې فعال ګډون کړی و.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په اتمه نېټه د کوويد۱۹ پر وړاندې مبارزه کې د نامتو ډاکترانو په ستاينغونډه کې جونګ نان شان ته د ولسي جمهوريت ملي نښان ورکړ، ځکه هغه له سارس ناروغۍ او د کوويد ۱۹ سره په مبارزه کې ستر خدمتونه کړي دي. په دې هکله ډاکتر جونګ نان شان وويل، له وياړه ډک لقب مې تر لاسه کړی چې دا د طبي کارکوونکو درنښت او ستاينه ده. خو زما په پرتله د نورو طبي کارکوونکو خدمتونه لا زيات دي. د دې وياړمن لقب تر لاسه کولو وروسته مې احساس کړی ده چې بايد لازيات کارونه پر غاړه واخلم او د ناروغيو د مخنيوي او کنټرول لپاره دې لا نور خدمتونه تر سره کړم.

د روان کال په پيل کې د کوويد۱۹ وبا له پيل راهيسې څو مليونو طبي کارکوونکو د دې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول لپاره هلې ځلې کړې وې. رئيس شي جين پينګ هغوی وستايل او ويې ويل چې دوی په نوې زمانه کې زمونږ ټولو لپاره د درناوي وړ کسان دي. هغه وويل، ملګري جونګ نان شان ويلي چې زه يوازې يو ډاکتر يم.خو ولس وايي چې که ډاکتران شته وي، مونږ به خوندي وو. طبي کارکوونکي او ژغورونکي د تر ټولو ښکليو ښاپيريو غوندی دي او په نوې زمانه کې ټولو ته د درناوي وړ کسان دي. د دوی نومونه او خدمتونه د يادونې وړ دي او د خلکو به هير نه شي.

له دغو چيني طبي کارکوونکو څخه نيمه برخه ځوانان دي. په دې هکله رئيس شي جين پينګ وويل، په نړۍ کې اتلان هغسي عام خلک دي چې له خطرونو او ستونزو څخه نه ويريږي. زمونږ ځوانان له ستونزو نه ويريږي او د کوويد ۱۹ وبا پر وړاندې يې مسئوليتونه په مېړانه پر غاړه اخيستي دي چې ور څخه د چيني ځوان نسل د ښې بڼې او پوهې ښکارنديي کوي. دوی بايد وستايل شي.

د روان کال له جون راهيسې د چين په ځينو ځايونو کې د سختو بارانونو او اورښتونو له امله سيلابونه پېښ شوي چې حالت يې له ۱۹۹۸ کال راهيسې تر ټولو سخت دی. د بېلا بېلو ځايونو پوځيانو او عامو خلکو په ګډه د سيلاب ځپلو وګړو د ژغورنې او د سر او مال د ساتلو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. د اګست په ۱۹مه نېټه رئيس شي جين پينګ د ان هوی ولايت د مرکز هه فۍ په ښار کې د چاو هو د اوبو له بند څخه ليدنه وکړه او هلته يې د سيلابونو سره د مقابلې لپاره د پوځي افسرانو او عسکرو او د عامو خلکو حال واحوال پوښتنه وکړه. هغه وويل، په ټول هېواد کې له سيلابونو سره د مقابلې لپاره ټولو ملګرو ته سلامونه وړاندې کوم. زمونږ ټولو خلکو، د ازادي بښونکي پوځ افسرانو او عسکرو او نظامي پوليسو زمونږ د ګوند او حکومت له غوښتنې سره سم له ستونزو او خطرونو څخه ويره ونه کړه او مسلسل څو ورځو کې يې له سيلابونو مخنيوي او مقابله وکړه چې دا زمونږ د چيني ملت د يووالي او يو بل سره مرستې او همکارۍ روحيې ښکارندويي کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای