CRI Online

د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ له روغتون څخه وتلی او سپينې ماڼۍ ته ستون شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-06 10:49:44

د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ په ځايي وخت کې د ۵مې نېټې په مازديګر له روغتون څخه ووت او سپينې ماڼۍ ته ستون شو. خو د هغه طبي ډلې وويل چې د ترمپ حالت لا په بشپړه توګه نه دی ښه شوی.

په ويډيو کې ليدل کېږي چې ترمپ دريشي او ماسک اغوستي، د مريلند ايالت د وارتر ريد په نوم له ملي پوځي طبي مرکز څخه وزي او د موټر څخه د ولسمشر ځانګړې الوتکې ته خېژي. سپينې ماڼۍ ته له رسېدلو وروسته ماسک لېري کوي او د رسنيو لخوا يې عکسونه اخيستل کېږي. په دې ټول بهير کې هغه له خبريالانو سره خبرې نه دي کړې.

ترمپ د ۲مې نېټې په سهار وختي دا تائيد کړه چې هغه او مېرمن يې پر کوويدـ۱۹ ويروس اخته شوي او د همدې ورځې په مازديګر ياد طبي مرکز ته ولېږدول شو او درملنې لاندې ونيول شو.

(فرشته)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای