CRI Online

د شي جين پينګ په نظر کې د چيني ملت خوب او ارمان

cri     (GMT+08:00) 2020-10-06 11:15:24

د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس له تر سره کېدو وروسته د چين دولت رئيس شي جين پينګ د چيني ملت خوب او ارمان نظريه وړاندې کړې او د خپل هيواد د پرمختګ لپاره يې نوی لوری روښانه کړی دی. دغه خوب او ارمان د چين د خلکو په زړونو کې د نيکمرغه ژوند د هيلو پر بنسټ ولاړ دی او دا د ټولو خلکو ګډو زحمتونو ته اړتيا لري.

د تيرې پيړۍ د شپږمې لسيزې په پای کې شي جين پينګ له بيجينګ څخه د شان شي ولايت په شمال کې د ليانګ جيا هه په نوم يو کلي ته تللی و او هلته يې د اوو کلونو لپاره ژوند کړی. هغه وويل چې په هغه وخت کې مې له کليوالو وګړو سره يو ځای په يو خټين خام کور کې ژوند کولو او کليوال وګړي ډېر بې وزلي وو او نه يې شوای کولی چې په څو مياشتو کې يو ځل د غوښې خواړه وخوري. وروسته مې د دغه کلي د کمونېست ګوند د څانګې د مسئول دنده راوسپارل شوه او له کليوالو وګړو سره په ګډه توليدي چارو ته مو پرمختګ ورکړ. په هغه وخت کې مې هيله درلوده چې کليوالو کافي د غوښو خوړو توان ولري.

په دغه کلي کې له کليوالو وګړو سره د اوو کلونو ژوند د شي جين پينګ سياسي باور لا نور ټينګ کړ. له دې وروسته هغه ټينګ هوډ وکړ چې د خلکو لپاره بنيادي ګټور کارونه تر سره کړي. د هغه تل دغه په ظاهره ساده خو په حقيقت کې لويه هيله په زړه کې درلوده او په هر ځای او هره دنده کې يې د دې لپاره کوښښ کړی او کوي يې.

د ۲۰۱۲ کال د نومبر په ۲۹مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي په توګه شي جين پينګ چې تازه دغه دنده يې پر غاړه اخيسته وه، له دولتي موزيم څخه يې ليدنه وکړه او په ترڅ کې يې د چيني ملت د خوب او ارمان نظريه وړاندې کړه. هغه وويل، زما په اند د چيني ملت د بيا سمسورتيا رامنځته کول په دې زمانه کې د چيني ملت تر ټولو ستر ارمان او خوب دی. دغه خوب د نسل په نسل چينايانو هيلې راغونډوي، د چيني ملت او خلکو د ګډو ګټو ښکارندويي کوي او دا د ټولو چينايانو ګډه هيله ده.

د چيني ملت خوب مانا دا ده چې هيواد پياوړی او قوي شي، چيني ملت سمسور شي او د خلکو ژوند له نيکمرغۍ او خوښۍ ډک شي. د ۲۰۱۳ کال د مارچ په ۱۷مه نېټه د چين دولت رئيس شي جين پينګ د خپلې وينا په ترڅ کې د چيني ارمان او خوب په هکله وويل چې د چيني ملت ارمان او خوب د پوره کولو لپاره بايد د چين پر لارې قدام ووهل شي، د چين روحيې پراخې شي او د چينايانو قوت راغونډ شي. (اواز) د چيني ملت د بيا سمسورتيا خوب د رامنځته کولو لپاره بايد هيواد شتمن او قوي شي، ملت سمسور شي او د خلکو ژوند لا پسې نيکمرغه شي. د چيني ملت ارمان او خوب په يوه ژبه د خلکو خوب دی او بايد د خلکو په اتکا عملي شي او پر له پسي ډول د خلکو د نيکمرغۍ باعث شي.

د چيني ملت خوب نه يوازې د چين خوب دی بلکې له نړۍ سره ټينګې اړيکې لري. شي جين پينګ د چين د دولت رئيس په توګه د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې په خپل لومړي ديپلوماتيک رسمي سفر کې په مسکو کې د نړيوالو اړيکو په پوهنځي کې يوه وينا وکړه او د وينا په ترڅ کې يې لومړی ځل د چيني ملت خوب او نړۍ تر منځ اړيکې بيان کړې. هغه وويل،د چين پرمختګ به نړۍ ته لا زيات فرصتونه ورسوي، خو نه ګواښونه. موږ غواړو د چيني ملت خوب رامنځته کړو چې نه يوازې د چين بلکې د نړۍ خلکو ته ګټې ورسوي.

شي جين پينګ تل د خپلو ديپلوماتيکو سفرونو په ترڅ کې د چيني ملت ارمان او خوب په هکله نظر شريک او بيان کړی. د دغه خوب او د نړۍ د بېلا بېلو هيوادونو له ښکلي خوب سره اړيکې جوړې کړې چې دا د چيني ملت ارمان او خوب نړيوال اهميت بيانوي. شي جين پينګ د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې د لومړي ځل لپاره د م م په عمومي مقر کې يوه وينا وکړه او د پرمختيايي هيوادونو تر منځ د همکارۍ په غونډه کې يې نړۍ ته د چيني ملت ارمان او خوب په اړه د انسانانو اهميت بيان کړ.

هغه وويل، موږ به تل له پرمختيايي هيوادونو سره ګډ پرمختګونه وکړو او د چيني ملت ارمان او خوب د پرمختيايي هيوادونو د خلکو د نيکمرغه ژوند له خوب او ارمان سره اړيکې به جوړې کړو. دغه موخه او کار به هيڅکله تغير او بدل نه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای