CRI Online

د اروپايي ټولنې د کميټې مشرې خپل ځان قرنطين کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-06 11:16:44

د اروپايي ټولنې کميټې مشرې اورسوله اون دير لېين د اکتوبر په ۵مه نېټه په خپل ټويټر پاڼه کې وويل، د سپتمبر په ۲۹مه نېټه يې په يو فعاليت کې ګډون وکړ، خو د اکتوبر په ۴مه نېټه يو ګډونوال د کوويدـ۱۹ ويروس د معاينې نتيجه مثبته ثابته شوې. له دې امله هغې پرېکړه وکړه چې له ۵مې نېټې څخه د ۶مې نېټې تر شپې پورې پخپله ځان قرنطين کړي.

نوموړي وويل، د اکتوبر په لومړۍ او ۵مه نېټه يې د کوويدـ۱۹ ويروس د معاينو نتيجې منفي وې. 

د اروپايي ټولنې کميټې دفتر په بلژيک کې دی او د دې هېواد د روغتيايي مقرراتو له مخې، هر هغه کس چې پر کوويدـ۱۹ ويروس له اخته شوي کس سره یې نژدې تماس نيولی وي، بايد د تماس نيولو له همدې ورځې څخه د ۷ ورځو لپاره ځان قرنطين کړي.  

(فرشته) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای