د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۵مه نېټه یوه شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ویروس د اخته شويو کسانو شمېر ۳۵۱۰۹۳۱۷ ته رسېدلی دی.
د دې سازمان د شمېرنې له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د اکتوبر د ۵مې نېټې تر ۱۵ بجو ۵۴ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ویروس د اخته شويو کسانو شمېر تر یوې مخکنۍ ورځې ۲۹۴۷۶۳ زيات شوی، چې ۳۵۱۰۹۳۱۷ ته رسېدلی. د دې ويروس له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۴۵۲۶ زيات شوی، چې ۱۰۳۵۳۴۱ ته رسېدلی دی.
د امريکا د جانز هاپکينز پوهنتون د اکتوبر په ۵مه نېټه يوه نوې شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې د ختيځې امريکا پر وخت د ۵مې نېټې تر ۱۵ بجو ۲۳ دقيقو پورې په دې هېواد کې د کوويدـ۱۹ ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر له ۲۱۰ زرو څخه زيات شوی دی، چې ۲۱۰۰۱۳ ته رسېدلی، او پر دې ويروس د اخته شویو کسانو شمېر ۷۴۴۵۸۹۷ ته رسېدلی دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |