CRI Online

د فرانسې، روسيې او امريکا د ګډې اعلاميې په خپرولو سره په ناګورنو قره باغ کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-10-06 11:58:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې، روسيې او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو د اکتوبر په پنځمه نېټه د ناګورنو قره باغ د حالاتو په اړه د ګډې اعلاميې په خپرولو سره په نوموړې سيمه کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

د اکتوبر په پنځمه نېټه د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت له خوا د خپرې شوې اعلاميې له مخې، د فرانسې، روسيې او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو د اروپايي امنيت او همکارۍ سازمان د مينسک ډلې د ګډو رئيسه هېوادونو په استازيتوب په ناګورنو قره باغ او نورو سيمو کې د زور زياتي پېښو سخته غندنه وکړه. په دې اعلاميه کې همدارنګه راغلي چې په دې وروستيو کې د تماس کرښې په سيمه او د اذربايجان او ارمنستان په خاورو کې د عامو خلکو پر تأسيساتو بريدونه تر سره شوي، سيمه ييز ثبات ته يې د نه منلو وړ خطرونه پېښ کړي دي.

د دريو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د دغو دريو هېوادونو د ولسمشرانو خپره شوې ګډه اعلاميه ياده کړه او د شخړو له اړوندو خواوو څخه يې وغوښتل چې سمدستی او بې له شرطه اوربند ومني.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای