CRI Online

د چين شاهکارونه په نړۍ کې د غربت کمولو لپاره بېساري خدمتونه کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-06 16:09:37

تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد په توګه ، چين د غربت کمولو شاهکار رامنځته کړی چې په نړۍ کې د غربت کمولو لپاره يې ستر خدمتونه تر سره کړي دي. له ۲۰۱۲ کال څخه د ۲۰۱۹ کال تر پای پورې ، يوازې د ۷ کلونو په ترڅ کې ۹۰ مليونه بېوزله وکړي د بېوزلۍ له حالت څخه وتلي دي او د بېوزلۍ پېښو کچه له ۱۰ اعشاريه ۲ سلنې څخه صفر اعشاريه ۶ سلنې ته راټيټه شوې. سږکال په هراړخيزه توګه د بېوزلۍ د له منځه وړلو موخې تر پوره کېدو وروسته ، چين به له مهال وېش څخه لس کاله دمخه د م م د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا کې د غربت کمولو هدف ترلاسه کړي. د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس په دې اړه تبصره وکړه چې په تېرو لسو کلونو کې چين د نړيوال غربت کمولو کې ترټولو لويه مرسته کړې ده.

اوس مهال کوويد-۱۹ وبا د نړۍ د غربت کمولو کړنو ته لويه ننګونه پېښه کړې ده. د م م د اقتصادي او ټولنيزو چارو څانګې د جولای په مياشت کې د ۲۰۲۰ کال د دواملرونکي پرمختګ د اهدافو راپور خپور کړ او په کې وړاندوينه شوې چې سږکال به په نړۍ کې ۷۱ ميليونه خلک سخت فقر حالت ته راستانه شي. راپور دا هم په ګوته کړې چې د بشري پرمختګ انډول به له ۳۰ کلونو راهيسې د لومړي ځل لپاره راټيټ شي. په دې وروستيو ورځو کې ، د م م د تاسيس د ۷۵مې کليزې په لمانځغونډه کې ، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ يوځل بيا د پرمختګ مسئلې په نړيوال عمومي چوکاټ کې د يو مهم مقام په توګه د ځای په ځای کولو غوښتنه وکړه ، په دې توګه د نړيوال بحران د حلولو لپاره لاره هواروي. بېلا بېلو خواوو په دې وروستيو ورځو کې د م م د۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ اهدافو او د چين د فقر کمولو تجربې په اړه انلاين سمينار کې وويل چې د غربت کمولو په برخه کې د چين تجربه د زده کړې ارزښت لري. د جنوبي افريقا د نړيوالو اړيکو او همکارۍ وزارت استازي ګروبلر په ياده غونډه کې وويل ، چين د افريقا د پرمختګ په بهير کې ستر رول لوبولی دی. افريقا د چين د پرمختګ د لارو چارو ستاينه کوي او له چين څخه يې ډېر څه زده کړي دي.

د چين کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې د چين لوړپوړي مشران د خلکو د ښه ژوند د لټولو په اړه د چينايانو هيلو ته په درنه سترګه ګوري او چينايانو د بېوزلۍ پر ضد هر اړخيزه مبارزه پيل کړې ده. حتی د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره د چينايانو باور او ټينګ هوډ نه دی بدل شوی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای