CRI Online

طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبرو د طرزالعمل پر سر هوکړه رد کړه

cri     (GMT+08:00) 2020-10-07 14:07:12

د سينهوا اژنس د خبر له مخې، طالبانو د اکتوبر په ۶مه نېټه هغه خبر رد کړ، چې له مخې يې د بين الافغاني خبرو د طرزالعمل په اړه د دغه هېواد له حکومت سره ګډو نظريو ته رسيدلي دي.

د قطر په پلازمينه دوحه کې د افغان طالبانو د سياسي دفتر نوي وياند محمد نعيم ورډک په همدې ورځ په خپلې ټويټر پاڼې وليکل، چې ځينو خبري رسنيو خبر ورکړی چې د طالبانو پلاوی د افغان حکومت له پلاوي سره د خبرو اترو د طرزالعمل په اړه وروستيو ګډو نظريو ته رسيدلی دی، دغه خبر سم نه دی.

ورډک ويلي، چې په سياسي چارو کې د طالبانو مشر عبدالغني برادار د اکتوبر په ۵مه نېټه د افغانستان د سولې لپاره د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر سره ليدنه وکړه. دواړو خواوو په دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د لاسليک شوي تړون او د دغه تړون د عملي کېدو د مشخصو ګامونو په اړه بحثونه وکړل.

د قطر د خبري رسنيو د خبر له مخې، د قطر امير تميم بن حمد الثاني د اکتوبر په ۶مه نېټه د افغانستان له ولسمشر محمد اشراف غني سره وکتل او دواړو خواوو د افغانستان د تازه حالاتو او د دغه هېواد د حکومت او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو اترو په اړه د نظريو تبادلې وکړې.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای