د سينهوا اژانس د خبر له مخې، امريکا، جرمني او بريتانيا د اکتوبر په ۶مه نېټه د م م د ۷۵مې دورې عمومي اسامبلې د درېيمې کمېټې په غونډه کې په ناوړه او بد نيت د چين د بدنامولو او د دې هېواد په کورنيو چارو کې د لاسوهنې هڅه وکړه. په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون په ياده غونډه کې د امريکا په شمول د ګوتو په شمېر هېوادونو بې بنسټه او بې ځايه انتقادونه کلک رد کړل او ورسره مخالفت يې څرګند کړ. نژدې ۷۰ هېوادونو د چين دريځ وستايه او مثبت غبرګونونه يې وښودل. پاکستان د ۵۵ هېوادونو په استازيتوب د هانکانګ چارو په اړه ګډه وينا کې له چين څخه ملاتړ څرګند کړ، کيوبا د ۴۵ هېوادونو په استازيتوب د شينجيانګ چارو په اړه د ګډې وينا په خپرولو سره د چين ملاتړ وکړ، کويټ د ۳ عربي هېوادونو په استازيتوب د چين په ملاتړ وينا وکړه او د نورو زياتو هېوادونو استازو په جلا جلا توګه په خپلو ويناوو کې له چين څخه ملاتړ څرګند کړ. په دغه غونډه کې د چين د ملاتړ غږ لوړ و او يادو هيوادونو د چين د بشري حقونو د بدنامولو لپاره د امريکا په شمول د ځينو هېوادونو ناوړه مقصد شنډ کړ.
جانګ جون وويل، په داسې حال کې چې نړيواله ټولنه د ستونزو د ليرې کولو لپاره متقابلو مرستو، يووالي او همکاريو ته ډېره اړتيا لري، ځيني هېوادونه د مقابلې د تحريکولو او د بېلتون د جوړولو په هڅه کې دي او د همکارۍ فضا يې زيانمنه کړې ده.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |