CRI Online

د اروپايي ټولنې شورا رئيس چارليس ميشل : چين د اقليمي بدلون او کورونا وبا په ګډون د نړيوالو ننګونو پر وړاندې د مقابلې په برخه کې مهم همکار دی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-07 14:31:59

د چين مېډيا ګروپ د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې شورا رئيس چارليس ميشل د اکتوبر په شپږمه نېټه په بروکسل کې د اروپايي پارلمان عمومي غونډې ته په وينا کې وويل، چين د اقليمي بدلون او کورونا وبا په ګډون د نړيوالو ننګونو پر وړاندې د مقابلې په برخه کې مهم همکار دی او اروپايي ټولنه د چين د هغې ژمنې هرکلی کوي، چې له مخې يې له ۲۰۶۰ کال مخکې به د کاربن نيوټرال موخه پوره کړي، يعنې په خپل هېواد کې ايستل شوی کاربن دوه اکسايد ګاز به د نيالګيو کېنولو، د انرژيو سپمولو، چاپيريال ته د زيان رسوونکو کثافاتو او ګازو د کمولو له لارې ټول مصرف کړي. نوموړي وويل چې اروپايي ټولنه تمه لري، چې د دوه اړخيزې پانګونې د تړون پر سر د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې په روان کال کې پای ته ورسيږي.

نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې اروپايي ټولنې د چين په اړه روښانه ستراتيژي ټاکلې او هيله لري چې له دغه هيواد سره ګډو همکاريو ته دوام ورکړي. اروپايي ټولنه چين مهم سوداګريز همکار بولي او غواړي چې يو د بل بازارونو ته د ننوتلو په برخه کې متقابلې ګټورې همکارۍ لاپراخې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای