د قرغېزستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر د اکتوبر په شپږمه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد ولسمشر سورونبای ژبيکوف هېوادوالو ته په وينا کې وويل چې ځيني سياسي لوري په غېر قانوني ډول د واک قبضه کول غواړي او بېلابېلې خواوې دې د هېواد د سولې او ثبات د ساتلو لپاره هڅې وکړي. نوموړي د دغه هېواد پر سولې او ثبات ټينګار وکړ، له هېوادوالو څخه يې غوښتنه وکړه چې ارام دې واوسي او د دغه هېواد د انتخاباتو مرکزي کمېټې ته يې وړانديز وکړ چې د پارلماني ټاکنو په بهير کې دې د غېرقانوني کړنو په اړه پلټنه وکړي او د اړتيا په وخت کې دې د قانون له مخې د ټولټاکنو نتيجه لغوه کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |