CRI Online

د چين ولسي جمهوريت څنګه نور پرمختګونه موندلی شي؟ په دې هکله رئيس شي جين پينګ خپل نظرونه څرګند کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-10-07 14:56:06

د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر لومړۍ نيټه د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له پنځه شپېتمې کاليزې سره برابره وه. په همدې کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ملي جشن د نمانځنې په مناسبت مېلمستيا کې يوه مهمه وينا وکړه. دا لومړی ځل و چې نوې پيړۍ له پيل راهيسې د چين ګوندي او دولتي مشر د ملي جشن د نمانځنې په مناسبت مېلمستيا کې وينا کوله.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د چين د پرمختيا د موخې، لوري او اصولوپه شمول د ډېرو برخو په اړه نظرونه څرګند کړل او د چين نوې پرمختايي موخه يې هم وټاکله.د دې وينا د شپږمې کاليزې د يادونې پر مهال مو د ده خبرې بيا يادې کړې. هغه وويل، د چين د ولسي جمهوريت جوړېدل نه يوازې د چيني ملت په پرمختيايي تاريخ کې بلکې د انسانانو په پرمختګ کې يوه ستره کارنامه ده. نن ورځ په وياړ سره داسې وايو چې له خوځنده ځواک او هيلو څخه يو ډک چين د نړۍ په ختيځ کې ولاړ دی.

شي جين پينګ د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو راهيسې د تر لاسه شويو لاسته راوړنو په هکله دې ته اشاره وکړه، چين چې د يوې لويې بېړۍ غوندې دی، په سمندر کې د حرکت په حال کې دی او د پخوا په پرتله د چيني ملت د بيا سمسورتيا موخې ته لا نژدې کيږي. هغه زياته کړه چې د چين حکومت بايد په راتلونکي پرمختګ کې د خلکو ملاتړ له ځان سره ولري او د خلکو لپاره دې سترې چارې تر سره کړي او د خلکو په اتکا سره دې خپلو چارو ته پرمختګ ور کړي. د خلکو ګټو ته د لومړيتوب د ور کولو مفکوره څرګنده ده.

روان کال د چين حکومت تر خپلې وسې پورې د ۱۰۸ کلن سپين ږيري او کوچني ماشوم په شمول په کوويد ۱۹ د اخته شويو کسانو د درملنې او علاج لپاره هڅې کړې او په ټول هېواد کې يې له دې ويروس سره د مقابلې لپاره غوره ډاکتران او عصري تجهيزات او بې شمېره طبي سرچيني برابرې کړې، د دې ترڅنګ د دغو ناروغانو د درملنې لګښتونه د چين د حکومت له خوا ورکول شوي چې دا د خلکو ګټو ته د لومړيتوب ور کولو په هکله د چين د کمونېست ګوند د اداري مفکورې ښکارندويي کوي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي ګوندي پوهنځي پروفيسر دای يان جون وويل،د چين د کمونېست ګوند عمومي منشي شي جين پينګ څو څو ځلې پر دې ټينګار کړی دی چې مونږ بايد تل د تل لپاره خلکو ته پاملرنه وکړو او د خلکو ګټو ته دې لومړيتوب ور کړو.د خلکو د ګټو لټول زمونږ د ټولو کارونو بنسټ دی. له کوويد ۱۹ وبا سره مارزه د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې يوه داسې جګړه هم ده چې پکې يې بريا موندلې ده.

پرمختيايي لوری له برخليک سره تړاو لري.د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو په لنډو څو لسيزو کې په تېره بيا د ورخلاصون او اصلاحاتو د تګلارې له غوره کېدو راهيسې په چين کې ستر بدلونونه راغلي دي چې لامل يې د چين له خوا د يوې سوسياليستي لارې له انتخابولو سره اړيکې لري.

په ۲۰۱۴ کال کې د ملي جشن د نمانځنې په مناسبت مېلمستيا کې رئيس شي جين پينګ ويلي وو چې چين بايد په راتلونکې کې پر ځان متکي اوسي او پخيلو مټو يعنې په خصوصيت لرونکي سوسياليستي لوري خپل مخکې تګ ته دوام ور کړي. د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اوسنۍ زمانه کې د چين پرمختګ او ترقۍ بنسټيز لوری ګڼل کيږي.په دې هکله پروفيسر دای يان جون وويل ، د چين د کمونېست ګوند په ۱۹م ملي کانګرس کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم بنسټيزه ستراتيژي وړاندې شوې او پکې په دې لوري کې د چينايانو د مخکې تګ هوډ لا ټينګ شوی دی. اوس د يوې شتمنې ټولنې جوړونه او له بې وزلۍ څخه د ځان ژغورل د دې سم غوراوي لاسته راوړنه او يو مهم ثبوت دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای