CRI Online

چين تل د څو اړخيزم عملي کوونکی او ساتونکی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-07 16:49:12

په نړۍ کې ډېرې لويې او سختې ستونزې شتون لري او نړيوالې ننګونې مخ په ډېرېدو دي چې بايد او يوازې د خبرو اترو او همکارۍ له لارې حل شي. په دې وروستيو ورځو کې د م م د جوړېدو د ۷۵مې کليزې په لمانځغونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ويډيويي وينا د نړيوالې ټولنې د پاملرنې وړ ګرځېدلې او له دې څخه له اوسنيو نړيوالو خطرونو او ننګونو سره د مقابلې لپاره د څو اړخيزې روحيې اړتيا او اهميت څرګندېږي.

له روان کال راهيسې دکوويد-۱۹ ناڅاپي وبا پر انساني ټولنې سختې ناوړه اغېزې کړې. د مختلفو هېوادونو عادي تجارتي فعاليتونه ناڅاپي بند شوي او د نړيوال اقتصاد بحران عوامل يې رامنځته کړي دي. په عين وخت کې ،تر پولي بحران وروسته په نړيواله ټولنه کې د سوداګرۍ ساتنې احساسات لاپسې پياوړې شوې او ځينو لويو هېوادونو لاهم د يو اړخيزې لارې په لوري تګ غوره کړی کوم چې د وبا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې نړيوالې همکارۍ يې سختې زيانمنې کړې او حتی نړۍ يې له شخړو سره مخ کړې.د نړيوالو مشکلاتو او ننګونو پر وړاندې چين د يو مسؤلانه لوی هېواد په توګه په پر له پسې توګه دڅواړخيزې همکارۍ لپاره خوځنده ځواک برابر کړی دی.

ليدل کېږي چې د کوويد-۱۹ وبا له رامنځته کېدو وروسته ، چين پر لومړي وخت کې د روغتيا نړيوال سازمان او اړوندو هېوادونو او سيمه ييزو سازمانونو ته د وبا په اړه معلومات او رپوټونه وړاندې کړل ، ژر تر ژره يې د تشخيص او درملنې پلان او د وبا د مخنيوي او کنټرول پلان اعلان کړ او له ټولو خواوو سره د وبا د مخنيوي ، کنټرول او درملنې تجربې يې شريکې کړې. تر دې دمه چين ۳۲ هېوادونو ته د طبي کارپوهانو ۳۴ ډلې استولې او څه د پاسه ۲۰۰ هېوادونو او سيمو ته يې طبي توکي لېږلي او برابر کړي. بر سېره پر دې، چين په ټينګه سره د روغتيا د نړيوال سازمان په ګډون د څواړخيزو همکاريزو ميکانيزمونو ملاتړ کړی چې د نړيوالې ټولنې ستاينې يې تر لاسه کړې دي.

نه يوازې دا چې نړيوال حالت څنګه بدلېدلی شي ، چين به تل د تاريخ مناسب اړخ کې دريدلی اوسي،پر نړيوالو مقرراتو او نظم به ټينګار وکړي ، په پر له پسې توګه به د نړيوالو مسئلو د حلولو لپاره د چين ځواک برابر کړي او تل به د نړيوالې سولې جوړوونکی ، د نړيوال پرمختګ لپاره مرسته کوونکی او د نړيوال نظم ساتونکی وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای