CRI Online

په نړۍ کې پر کوويډ-۱۹ ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۵ ميليونو ۶۵۹ زرو او ۷ تنو ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-08 09:40:19

د روغتيا نړيوال سازمان تازه شمېرنه ښيي چې د منځنۍ اروپا په وخت د اکتوبر د ۷ مې نېټې د ماسپښين تر څلورو بجو او ۲۳ دقيقو پورې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ګرده نړۍ کې ۲۷۱ زره او ۴۲۱ کسان تازه په کوويډ-۱۹ ويروس اخته شوي او له دې سره په دې ويروس د اخته شوو کسانو عمومي شمېر ۳۵ ميليونو ۶۵۹ زرو او ۷ تنو ته رسېدلی دی. د مړو شوو کسانو په شمېر کې ۴۴۲۷ زياتوالی راغلی او له دې سره يې عمومي شمېر يو ميليون ۴۴ زرو او ۲۶۹ تنو ته زيات شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای