د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا ډېلي پوسټ ورځپاڼې د اکتوبر په ۶مه نېټه د يوې نړيوالې سروې نتيجه خبره کړه چې د کوويډ-۱۹ وبا د وقايې او کنترول په چارو کې د خپل حکومت له کړنو د چينايانو د رضايت انډول تر نورو هېوادونو لوړ دی.
په دغه خبر کې راغلي چې د امريکا د نيويارک ښار پوهنتون او د هسپانيا د بارسلونا د نړيوالې روغتيا څېړنيز انستېتيوټ څېړونکو د روان کال په جون کې په ۱۹ هېوادونو کې د کوويډ-۱۹ ضد مبارزه کې د حکومتونو له تدبيرونو د خلکو د رضايت کچې په اړه يوه سروې تر سره کړې. په سروې کې د وبا په ترڅ کې د خلکو له ژوند سره د مرستو، د معلوماتو وړاندې کولو کچې او د ويروس د معاينې تکنالوژۍ په ګډون د حکومتونو د دندو په اړه لس پوښتنې شامل شوي.
د يادې سروي د نتيجې له مخې د کوويډ-۱۹ وبا ضد مبارزې په برخه کې د حکومتونو د تدبيرونو په اړه د خلکو د رضايت په درجه بندۍ کې د چين حکومت لومړی مقام او د کوريا جمهوريت ( جنوبي کوريا)، جنوبي افريقا، هند او جرمني ورپسې مقامونه نيولي. امريکا په نهم مقام کې ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |