CRI Online

په ټوله نړۍ کې د بېوزلۍ له منځه وړلو په کارونو کې د چين خدمات او هوښيارتيا د نړيوالې ټولنې لخوا ستايل شوي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-08 14:52:17

د بېوزلۍ له منځه وړل د بېلا بېلو هيوادونو د خلکو اړينه غوښتنه ده چې نړيوال اقتصاد د پرمختګ ګټې شريکې کړي او د ګډو ګټو او اسانتياوو او مساواتو پر بنسټ د اقتصاد د نړيوال کيدو د پرانيستې او ټولشموله پرمختګ مهمه لاره هم ده. په ټوله نړۍ کې د بېوزلۍ له منځه وړلو په چارو کې چين تل مخکښ دی. چين له بېوزلۍ څخه د لا زيات شمېر اوسيدونکو د ژغورلو په کارونو بوخت دي، دغه راز په دې چارو کې د نړيوالې همکارۍ هڅونه کوي او له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د م م د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ په اجندا کې د بېوزلۍ کمولو هدفونه عملي کوي. په دغه برخه کې د چين هلې ځلې او خدمات د نړيوالې ټولنې لخوا ستايل شوي.

د کرهنيزو چارو پرمختګ نړيوال صندوق په م م کې هغه څانګه ده چې پرمختيايي هيوادونو ته غلې دانې او د کرنې چارو د پرمختګ لپاره پورونه برابروي. په چين کې د دغه صندوق استازي ماتيو مارچيسيو دا نظر لري چې په چين کې د بېوزلۍ له منځه وړلو نظريې او تدبيرونه د نورو پرمختيايي هيوادونو لپاره وړ او ښې تجربې دې. چين د څيړنې له لارې بېوزله کسان معلوموي او د دغو کسانو د بېوزلۍ لاملونه پيدا کوي او وروسته د اړوندو مالوماتو او ځانګړتياوو له مخې د بېوزلۍ له منځه وړلو طريقې جوړوي. زما په نظر نور هيوادونه هم له دې طريقې څخه استفاده کولای شي، خو پرمختيايي هيوادونه دغه تجربې په مستقيمه توګه نه شي کاپي کولی، بايد په خپل هيواد کې د ځانګړتياوو له مخې مشخص اقدامات وکړي. په چين کې په دقيق ډول له بېوزلو کسانو سره د مرستې کولو ستراتيژي په حقيقي ډول اغېزمنه تمامه شوې.

د افريقايي هيوادونو د ټولنې او ختيځې افريقا کې د يو کمپاين په نوم د غير دولتي سازمان مسئوله دوريني نينيناهازوي له اوږدې مودې راهيسې د بېوزلۍ کمولو په ساحه کې کار کوي. د هغې په نظر، په دغه ساحه کې د چين زيات مشخص تدبيرونه د افريقايي هيوادونو لپاره د استفادې وړ دي. په چين کې د بېوزلۍ له منځه وړلو په عمومي پلان کې لومړې دندې ته ګورئ، دا په افريقا کې هم کاپي کيږي. په افريقا کې هم کيدای شي چې لومړی پلانونه جوړ شي او لومړې دندې تصديق شي، وروسته د بې وزلو سيمو او اوسيدونکو د حالت له مخې يو سيستم جوړ شي. په هر ځای کې بېوزلي يو شان ده. موږ کولی شو چې د بېوزلۍ له منځه وړلو په برخه کې د چين له تجربې ګټه واخلو، نو موږ تل له چين سره د دوستانه اړيکوجوړول هرکلی کوو.

د ايتاليا د لورينزو ميديچي پوهنځي مرستيال پروفيسر فابيو ماسيمو پارينټي يو ځل د چين په يون نان ولايت کې د بېوزلو اوسيدونکو د کډوالو حالت څخه ليدنه کتنه وکړه. د ده په اند چين په خپل هيواد کې د بېوزلۍ له منځه وړلو په همدې وخت کې له پرمختيايي هيوادونو سره هم مرسته کوي او د بېوزلۍ کمولو په نړيوالو همکاريو کې يې مهم رول لوبولی دی.

د پرمختيايي هيوادونو تر منځ همکاريو ته په درنه سترګه کتل د نوي چين د جوړېدو راهيسې د دغه هيواد د ديپلوماتيکو تګلارو يوه ځانګړتيا ده. چين تل له پرمختيايي هيوادونو او ډېرو وروسته پاتي هيوادونو سره همکاريو ته په درنه سترګه ګوري، نو دا عجيبه نه ده چې اوسمهال چين د پرمختيايي هيوادونو تر منځ په همکاريو کې لارښوونې رول لوبوي. چين د يو کمربند او يوې لارې پلان او د نويو پولي څانګو له لارې د پرمختيايي هيوادونو د پرمختګ د هڅونې پر اهميت ټينګار کوي، نو د پرمختيايي هيوادونو تر منځ د همکارۍ په نويو ميکانيزمونو کې چين مهم رول لوبوي.

د م م د سرمنشي مرستيال فابريزيو هوچسچيلډ د چين ستاينه کوي چې په خپل هيواد کې د بېوزلۍ له منځه وړلو په وخت کې له نورو پرمختيايي هيوادونو سره مرسته کړي او کوي يې. زما په اند چين اوس د م م په مشرۍ د پرمختګ پلان مهم مالي ملاتړ کوونکی دی چې دا په ټوله نړۍ کې د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره ستر اهميت لري. چين د پرمختيايي هيوادونو تر منځ د همکارۍ په برخه کې زيات خدمتونه تر سره کړي چې د نورو هيوادونو د پرمختګ لپاره ډېر مهم دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای