د اقتصاد نړيوال فورم د اکتوبر په اوومه نېټه اعلان وکړ، چې د دې فورم د ۲۰۲۱ کال غونډه به د راتلونکي کال د مې له ۱۸ مې نېټې څخه تر ۲۱ مې نېټې پورې د سويس په بورګنسټوک کې ترسره شي.
پخوا به د دغه فورم کلنۍ غونډه د هر کال په پيل کې د سويس په داوس ښارګوټي کې ترسره کيده او د نړۍ سياستوالو، سوداګريزو رهبرانو او د بېلابېلو ټولنو استازو به پکې ګډون درلود. د دې فورم د راتلونکي کال غونډه به د نړۍ پر بيا سمسورتيا وڅرخيږي او له سختو نړيوالو ننګونو سره د مقابلې پر لارو چارو به تمرکز ولري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |