CRI Online

د امريکا سياستوالو ته د نړۍ د بشري حقونو ډېر پورونه ور تر غاړې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-09 14:55:54
د امريکا سياستوالو ته د نړۍ د بشري حقونو ډېر پورونه ور تر غاړې دي

په دې وروستيو کې د م م د ۷۵مې اسامبلۍ د درېيمې کمېټې په ناستو کې د بشري حقونو په اړه سخت جنجال رامنځته شو. یوه خوا، د امريکا په شمول ځينو هېوادونو د بد نيت په لرلو سره د چين د بشري حقونو پر حالاتو تورونه لګولي او چين ورسره کلک مخالفت څرګند کړی دی. نږدې ۷۰ هېوادونو له چين څخه کلک ملاتړ کړی او د بشري حقونو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې په اړه د ځينو هېوادونو هڅې يې شنډې کړې دي. بله خوا، په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون د م م د اسامبلۍ د درېيمې کمېټې په مباحثوي غونډه کې د ۲۶ هېوادونو په نماينده ګۍ وینا وکړه. هغه په خپلو خبرو کې پر لوېديځو هېوادونو نيوکه وکړه چې پر بشري حقونو يې تېری کړی، او پر دې يې ټينګار وکړ چې ځيني لوېديځ هېوادونه بايد سمدلاسه يواړخيز تدبيرونه لغوه کړي.

دا د م م په صحنه کې د يواړخيزم د مخنيوي په موخه د څواړخيزم يو بل پياوړی ګام ګڼل کېږي او ترې ښکاري چې د امريکا ځينو سياستوالو د بشري حقونو په پلمه بشريت ته ډېر زيانونه رسولي او د دوی دغه کړنه د نړيوالو له کلک مخالفت سره مخ ده.

له اوږدې مودې راهيسې، د امريکا ځينو سياستوالو په نړيوالو چارو کې دوه ګونې معيارونه غوره کړي او تش په نامه د بشري حقونو د ښوونکي په توګه يې د نورو هېوادونو په موخه پوځي تدبيرونه نيولي او يا يواړخيز بنديزونه يې پرې لګولي چې له امله يې ډېرو هېوادونو د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ توان زيانمن شوی او دغه راز بشري حقونه يې هم په سيستماتيک ډول زيانمن شوي دي. کوويد-۱۹ وبا په نړۍ کې چټکه خپره شوې، د امريکا دغو سياستوالو د دغې وبا د کنټرول او وقايې لپاره هېڅ اغېزناک تدبيرونه نه دي نيولي چې له امله يې دغه هېواد کې په تېرو څو مياشتو کې څه باندې ۲ لکه کسان مړه شوي دي. د دې تر څنګ دغو امريکايي سياستوالو د دغې وبا ضد مبارزې په نړيوالې همکارۍ کې خنډونه اچولي او له امله يې د دې وبا ضد د نړیوالې مبارزې حالات لا نور پيچلي شوي دي. دوی د نورو هېوادونو وقايوي توکي لوټ کړل، د نورو هېوادونو کډوال يې وشاړل، امريکا د روغتيا له نړيوال سازمان څخه ووتله او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې څرګندې لاسوهنې کوي او پر نورو هېوادونو يې بنديزونه لګولي، دوی د کوويد-۱۹ ضد نړيواله مبارزه کې تر ټولو لوی ويجاړونکي دي او په ګردې نړۍ کې د بشري حقونو زيات پورونه ور پر غاړه دي.

د امريکا د عدليې وزارت په تېر مارچ کې د نشه يي موادو په ترهګريز پلان کې د شک لرلو په پلمه د وينزويلا پر ولسمشر نيکولاس مادورو او جګپوړو چارواکو دعوا وکړه، ور پسې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خپل پلان وښود چې له مخې يې پر وينزويلا د اقتصادي بنديزونو د لغوه کېدو په صورت کې په دغه هېواد کې بايد يو انتقالي حکومت جوړ شي. په همدغې مارچ مياشت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د تاوتريخوالي او بشري بحران د جوړولو په دليل د سوريې د حکومت پر جګپوړو چارواکو بنديزونه ولګول. امريکا تل ايران ته د دښمن په سترګه ګوري، دغه هېواد د کوويد-۱۹ تر خپرېدو وروسته د امريکا د بنديزونو له ډېرو فشارونو سره مخ دی.

دا يو واقعيت دی چې د امريکا يواړخيزې او زورواکې کړنې د بشريت له اصولو څخه سرغړونه ده او د نړيوالو لخوا يې مخالفت شوی دی. څو ورځې مخکې د م م د بشري حقونو شورا په ۴۵مه غونډه کې، د سوريې، عراق او زيمبابوې په شمول د ځينو هېوادونو استازو وويل، يواړخيزو بنديزونو د دغو هېوادونو د خلکو د ژوندانه او روغتيايي حقونو ته سخت زيانونه رسولي دي. په تېر سپتمبر کې د م م د ۷۴مې اسامبلۍ په عمومي غونډه کې د کوويد-۱۹ ضد مبارزې په اړه يو پرېکړه ليک تصويب شو چې پکې له غړو هېوادونو څخه غوښتنه شوې چې هغه اقتصادي، پولي او سوداګريز تدبيرونه و نه نيسي چې د م م منشور او نړيوالو قوانينو له اصولو څخه سرغړونه پکې شوې وي.

د نړيوالو دغه څرګندونې د امريکايي سياستوالو لپاره مناسبت ځواب دی، که دوی خپلو ناسمو کړنو ته دوام ورکړي، نو په اخر کې به له شرموونکې ماتې سره مخ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای