CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: په ټوله نړۍ کې پر کوويد ۱۹ د اخته کسانو شمېر ۳۶۳۶۱۰۵۴ ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-10 09:57:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۹مه نېټه د تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې په ټوله نړۍ کې پر کوويد ۱۹ د اخته کسانو شمېر ۳۶۳۶۱۰۵۴ ته رسېدلی دی.

د دغو شمېرو له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د ۹مې نېټې د مازديګر تر ۳ بجو او ۳۶ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کوويد ۱۹ د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۳۵۰۷۶۶ زيات شوی چې ۳۶۳۶۱۰۵۴ ته رسېدلی او له دې امله د مړه شويو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۶۳۳۹ زيات شوی چې ۱۰۵۶۱۸۶ ته رسېدلی دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای