CRI Online

طلايي اوونۍ د چين د اقتصاد حياتي ځواک ښکارندويي کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-10 11:02:37
طلايي اوونۍ د چين د اقتصاد حياتي ځواک ښکارندويي کوي

د چين د ملي جشن د لمانځنې لپاره ۷ ورځنۍ رخصتي و او د طلايي اوونۍ په نوم باترې يادېږي ګڼل کېږي. سږ کال د سپوږمۍ اختر په يو ځای کېدو سره دغه رخصتي ۸ ورځو ته اوږده شوې. د يوې شمېرنې له مخې، د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه تر اتمې نېټې پورې په ټول هېواد کې د پرچون او رستورانټونو د عمده شرکتونو سوداګريز ارزښت ۱۶۰۰ ميليارډه يوانه و، ۶۳۷ ميليونو سيلانيانو سفرونه کړي او کورني سيلانيز عايدات ۴۶۶ ميليارډو ۵۶۰ ميليونو يوانو ته رسېدلي. د نيويارک ټايمز د يوې تبصرې په خپرولو سره وويل، د طلايي اوونۍ حالات د کوويد-۱۹ له منفي اغېزې څخه د چين د وتلو يوه څرګنده نښه ده.

اوس د چين د اقتصادي پرمختګ عمده ځواک له پانګونې او صادراتو څخه د کورني مصرف زياتېدو ته د بدلون په حال کې دی. د چينايانو د مصرف د زياتېدو تمايل دوام لري، په تېره بيا د ډيجټلي اقتصاد په برخه کې مصرف د ګړندي پرمختګ په حال کې دی او د چين د اقتصادي احيا لپاره يې مهم ملاتړ برابر کړی دی.

د امريکا د بارون مجلې د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، له څو مياشتو راهيسې د چين د اقتصاد احيا په نړۍ کې بريالۍ نمونه ده. په دې بهير کې د چين حکومت پياوړې لارښوونې کړې او چينايانو تل د خپل هېواد د اقتصاد په اړه پوره باور درلودلی دی.

د نړيوال وجهي صندوق او نړيوال بانک د اټکل له مخې، سږ کال چين ښايي د نړۍ يوازينی اقتصاد وي چې مثبت اقتصاد پرمختګ به ولري. په داسې حال کې چې نړيوال اقتصاد د کمزورۍ په لوري روان دی، د چين اقتصاد به حتماً د نړۍ لپاره لا زيات باور او اميد برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای