د قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ولسمشرانو د اکتوبر په ۹مه نېټه د قرغېزستان د کورني وضعیت په اړه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او پکې يې د دغه هېواد له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د هوښيارۍ په ښودلو سره د کورني ثبات او سولې ساتنه وکړي.
په ياده اعلاميه کې راغلي، ياد څلور هېوادونه د قرغېزستان د اوسني وضعيت په اړه ډېر اندېښمن دي، د قرغېزستان ثبات د سيمه ييز امنيت او د منځنۍ اسيا د دوامداره پرمختګ لپاره اهميت لري. يادو څلورو هېوادونو د قرغېزستان له ټولو سياسي ګوندونو او نړيوالو موًسيسو څخه غوښتنه وکړه چې په ګډه کوښښونه وکړي او د اساسي قانون او قانوني مقرراتو له مخې اړوندې مسئلې حل کړي. دوی تل د قرغېزستان د يووالي، سولې، خپلواکۍ، پرمختګ او سمسورتيا په اړه د خلکو د هيلو ملاتړ کوي او غواړي د سوداګرۍ، پانګونې، ترافيکي لارو او کلتوري تبادلې د هڅولو له لارې د منځنۍ اسيا سيمه ييزې همکارۍ پياوړې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |