د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په نهمه نېټه د کوويد ۱۹د وبا په هکله يوه نوبتي خبري ناسته تر سره کړه او عمومي مدير پکې وويل چې د نړۍ ۱۷۱ هېوادونو او اقتصادي ډلو د کوويد ۱۹ ضد واکسينونو د تطبيق کولو په پلان کې ګډون کړی دی.
د دې سازمان عمومي مدير تدروس په همدې ورځ وويل چې روانې اوونۍ د چين او د جنوبي کوريا په شمول ځينو هېوادونو په ياد پلان کې برخه اخيستې چې تر اوسه پورې د نړۍ ۱۷۱ هېوادونه او اقتصادي ډلې پکې شاملې شوې دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |